نړیوال خبرونه

ولسمشر غني ته د بلنکن خط

ولسمشر غني ته د بلنکن خط.دامريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلنکين د ا فغانستان ولسمشر ته په یوه استول شوي خط کې ويلي دي چې په کابل کې د سولې د يوه هر اړخيز تړون لپاره چارې نهايي کړي او په دې هکله دې د افغانستان د سياسیونو سره په ګډه کار وکړي.

ښاغلي بلنکين په دې خط کې ولسمشر غني ته په واضح ټکو ويلي دي چې په افغانستان کې بايد د ډاکټر عبدالله عبدالله، استاد سياف او حامد کرزي سره ګډ کار وکړي او د سولې روان بهير او راروانې غونډې ته پکې چمتوالی ولري.د امريکا د بهرنيو چارو وزيز غني ته په ګواښلي ډول ويلي دي چې په افغانستان کې د سياسیونو بې اتفاقی به د هېچا په ګټه نه وي او دا به افغانستان د نويمو کلونو لور ته بوزي.

په دې ليک کې راغلي دي چې د امريکا متحده ايالات به په ترکيه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د يوې لويې غونډې د جوړولو لپاره د ترکیې څخه هيله وکړي او په دې غونډه کې به د افغانستان د سولې وروستی تړون لاسلیک شي.دغه ليک یا خط کې همدارنګه راغلي دي چې د امريکا متحده ايالات به د ملګرو ملتونو، چين، روسیې، ایران، هند، پاکستان او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو او استازو ترمنځ يوه غونډه جوړه کړي او په غونډه کې به د سولې لپاره د یوې واحدې تګلارې په جوړېدو او ټاکل کېدو پرېکړه او توافق وشي.

په داسې وخت کې چې د امريکا د متحده ايالاتو لخوا په افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د يوې توافقنامې او جوړجاړي د رامنځته کولو لپاره هڅې زياتې شوې دي په کابل کې اشرف غني او ټيم یې د امريکا په وړاندې خپل مقاومت ته دوام ورکوي.

20210308 112816

بلخوا تازه د هېواد د ملي امنیت د شورا سلاکار د طالبانو په وړاندې بيا پارونکې، مجهولې او فتنه پارونکې څرګندونې کړې دي، نوموړي نن په خپلو تازه خبرو کې ويلي دي چې په افغانستان کې سوله یوازې د طالبانو سره په توافق نشي رامنځته کېدی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button