ولسمشر غني خپل ترکي سیال طیب اردغان سره تلیفوني خبرې کړي

ولسمشر محمداشرف غني پرون مازدیګر د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان سره، ټلیفوني خبرې وکړې.اودافغانستان پر اوسني وضعیت ېې ورسره خبرې وکړې.
د دغې ټلیفوني مکالمې په پیل کې جمهوررئیس غني د ترکیې جمهوررئیس ته د یاد هیواد په انتالیا او ادانا ښارونو کې د اورلګېدو له امله د رامنځته شویو ځاني او مالي زیانونو په اړه د خپلې همدردۍ مراتب څرګند کړل.وروسته جمهوررئیس غني د ترکیې د اصولي دریځ او په افغانستان کې د طالبانو ډلې له لورې د تاوتریخوالي زیاتولو په اړه د دغه هیواد د اندېښنو قدرداني وکړه.

او همداراز ېې په هیواد کې د عادلانه او تلپاتې سولې د راوستلو په برخه کې یې په سیمه کې د ځواکمن اسلامي هیواد په توګه د ترکیې رول ارزښتناک وباله.جمهوررئیس اردوغان په افغانستان کې د طالبانو ډلې له لورې د تاوتریخوالي پر زیاتولو اندېښنه څرګنده کړه
هغه وویل د ترکیې حکومت او خلک د افغان ولس تر څنګ ولاړ دي، باید په افغانستان کې تاوتریخوالی پایته ورسېږي د تلپاتې او عادلانه سولې د تامین په موخه سیاسي حللاره پیدا شي. هغه زیاته کړه، د افغانستان وضعیت څاري او د تاوتریخوالي پایته رسولو او د عادلانه او پایداره سولې د تامین په موخه به خپلې ټولې هڅې وکړي.
د دغې ټلیفوني مکالمې په پای کې د افغانستان او ترکیې جمهوررئیسانو د دواړو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې اترې وکړې.