نړیوال خبرونه

ولسمشر غني: دولت له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ځانګړي تدابیر نیولي

ولسمشر غني: دولت له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ځانګړي تدابیر نیولي.د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ له وچکالۍ سره د مبارزې او کورنیو بېځایه شویو ته د رسیدګي په اړه غونډه نن مازدیګر په ارګ کې ترسره شوه.

په پیل کې، د چارو ادارې لوی رئیس، طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، د کلیو او پراختیا، د کرنې او مالدارۍ، د عامې روغتیا او مالیې وزارتونو مسوولینو او د سیمه ییزو ارګانونونو خپلواکې ادارې استازي خپل راپورونه وړاندې کړل.او د خپلو کړنو په اړه ېې ولسمشر ته معلومات هم ورکړل.

جمهوررئیس د راپورونواو معلوماتو تر اورېدو وروسته وویل، باید په ټول هیواد کې کورنیو بېځایه شویو او وچکالۍ ځپلو ته متوازنې مرستې او خدمتونه برابر شي.تر څو د دوی د ژوند هره برخه کې وده وشي او خپل اینده محفوظ وساتي.اوسمهال افغانستان تر ټول زیات زیانونو او وچکالي سره مخ دي.

fb img 1625551234194

ښاغلي غني وویل انجیوګانې او بهرنۍ مرستندویه موسسې دې د دولت د لومړیتوبونو په چوکاټ کې د روښانه اصولو پر اساس خدمتونه وړاندې کړي. همداراز جمهوررئیس غني یادو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې روغتونونو او تعلیمي او تحصیلي مرکزونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي او دولتي مامورینو ته یې په قسطونو د کورونو د وېش پروسې پر چټکتیا ټینګار وکړ.

د هیواد جمهوررئیس د غونډې په پای کې د حکومتولۍ پر ډیجیټلي کېدو او د اداري فساد پر وړاندې پر اغېزناکې مبارزې د ټینګار ترڅنګ وویل، دولت له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ځانګړي تدابیر په پام کې نیولي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button