ولسمشر غني د افغانستان د دیجیټل سازۍ لومړي کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې ګډون وکړ

د ډیجیټل سازی په کنفرانس کې ګډون

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني افغانستان د دیجیټلي بدلون پر لور تر عنوان لاندې د افغانستان د دیجیټل سازۍ لومړي کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.دغه کنفرانس د پانګونې ادارې لخوا جوړ شوی وو.

یاد کنفرانس کې چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا واحد په نوښت په سلامخانې ماڼۍ کې جوړ شوی و، په پیل کې فروزان فقیري د یاد کنفرانس او د پانګونې اسانتیا واحد د رول په اړه خبرې وکړې وې ویل، دغه کنفرانس د دیجیټلي کولو پر لور د افغانستان د سوق کولو لپاره د جمهوررئیس د لیدلوري پر بنسټ جوړ شوی دی.وروسته د پانګونې اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب د افغانستان د دیجیټلي کولو په هکله د حکومت د لیدلوري، ترسره شویو اقداماتو او راتلونکو برنامو په اړه معلومات ورکړل

نوموړي وویل د دیجیټلي ټکنالوژۍ د ایکوسیستم ایجاد او له دغه سیستم څخه موثره استفاده زموږ له مهمو موخو څخه دي او د ترلاسه کولو لپاره یې ځانګړې کړنلارې او امکاناتو ته اړتیا ده.بیا زهرا عظیمي، رفیع الله عمر، مصطفی یوسفي، سید محمد روحاني، سید احمد نوید، سید جلال محمود او شریف رضایي د دیجیټلي بدلون، پوهاوي ورکولو، د معلوماتو امنیت، برېښنایي حکومتولۍ، د دیجیټلي کولو ستراتېژۍ تطبیق، په دولتي ادارو کې د ظرفیتونو لوړولو، بشري سرچینو، د بحران مدیریت په جلا جلا پریزنټیشونونو کې وړاندې کړې.

ولسمشر غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د ویاړ ځای دی چې د افغانستان دیجیټلي کولو کنفرانس د اوو کاري ګروپونو په چوکاټ کې فوق العاده کار ترسره کړی دی.هغه زیاته کړه، د بشري ظرفیتونو د ایجاد په برخه کې مو په تېرو ۲۰ کلونو کې اوږده اما اغېزناکه لار لنډه کړې ده او ستاسې د ګروپي، منسجم او ګټور کار مننه کوم.

20210306 054343

جمهوررئیس د دیجیټلي کولو پالیسۍ پر ایجاد ټینګار وکړ وې ویل، لومړی باید پالیسي او وروسته ستراتېژي ولرو او ټولې پالیسۍ دې د دیجیټلي کولو پر یوې واضح پالیسۍ بدلې شي.هغه په دې بیانولو سره چې د دیجیټل سازۍ په برخه کې عامه پوهاوی مهم دی وویل، د ټولو برنامو مدیریت باید دیجیټلي او همغږی ترسره شي چې له موجوده پانګونې څه ډول موثره استفاده وکړو.

اشتراک در
اطلاع از
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments