Uncategorized

ولسمشر غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره وکتل

جمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره وکتل.دواړو لوریو دنورو موضوعاتو تر څنګ په روان سیاسي اوامنیتي وضعیت باندژ خبرې اترې وکړې.

جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن دیبورا لاینس سرهپه دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه د هیواد د عمومي وضعیت په اړه د بحث پر مهال د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي هم اندېښنه څرګنده شوه.

اغلې دیبورا لاینس وویل، د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي او تهاجمي بریدونو زیاتول د سولې روحیې خلاف دی او د بشري حقونو نقض او ملکي تلفات باید رامنځته نشي. همداراز ټینګار وشو چې په افغانستان کې دې د سولې د تامین په برخه کې لازم ګامونه واخیستل شي.

fb img 1628573315342

جمهوررئیس غني وویل، د افغان دولت اصلي موخه د تاوتریخوالي او جنګ پایته رسول او د عادلانه او تلپاتې سولې ټینګښت دی او په دې برخه کې موږ هراړخیز اساسي ګامونه اخیستي دي.

د یادولو وړ ده چې په پهدې وروستیوکې دهېواد دمختلفو ولایتونو حالات لا نور خراب شوي دي اوهر ورځ په لسګونو کسان خپل ژوندله لاسه ورکوي اوهمدا لامل دی چې ډېری خلک دهېواد پرېښودلو ته هم مجبوریږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button