نړیوال خبرونه

ولسمشر غني د امریکا د فوځ لوي دریستیز سره وکتل

ولسمشر غني د امریکا د فوځ لوي دریستیز سره وکتل دامریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي د ولسمشر غني سره لیدلي او د افغانستان د سولې او نورو موضوعاتو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.ویل کیږي په غه لیدنه کې نور اعلی چارواکي هم موجود وو.

د ولسمشری ماڼړی څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دې لیدنه کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب،د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح، د کابل د پوځ لوی درستیز یاسین ضیا، او د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان سکاټ مېلر هم ګډون درلود او په مهال یې د سولې پروسې، د جګړې د شدت په کموالي، اوربند او نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.د ارګ د خبرپاڼې په اساس، دواړو لوریو په افغانستان کې د جګړې د شدت د زیاتوالي له امله اندېښنه څرګنده کړې

او مارک میلي د افغان حکومت له عسکرو د خپل ملاتړ د دوام ژمنه کړې.د امریکا د لوی درستیز او اشرف غني تر منځ لیدنه داسې مهال ده، چې د طالبانو-امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ يې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونه په دوحه کې خبرو ته ناست دي

په دې کتنه کې د سولې پروسې، د تاوتریخوالي د کموالي پر عاجلې اړتیا او د اوربند ټينګښت په اړه بحث او خبرې وشوې.امریکا پلان لري، د نوي کال د لومړي میاشتې تر نیمایي پورې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټ کړي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د څوارلس میاشتو دننه د راتلونکي کال تر می میاشتې پورې له افغانستانه ووځي.هېره دې نه وي چې دطالبانو او افغان حکومت مزاکراتي ټیمونه د ٢٠.ورځو په رخصتی راغلي دی د حکومت ټیم کابل ته رارسېدلی دی او سلا مشورو باندې بوخت دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button