نړیوال خبرونه

ولسمشر غني د یونیسف ادارې یو ریس له افغانستان نه ځواب کړی

ولسمشر غني د د یونیسف ادارې یو ریس له افغانستان نه ځواب کړی د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې(UNICEF) د ګوزڼ(پولیو) څانګې مشر له افغانستانه ځواب کړی

د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، د یونیسف د ګوزڼ واکسین(پولیو) ټیم مشر محمد محمدي د اشرف غني غني خبرو ته د پرواهۍ او کارونو کې د نه شفافیت له امله له افغانستان څخه ویستلی دی.له بل پلوه طالبانو ته نږدې سرچینې بیا وايي، چې اشرف غني ځکه د یونیسف د پولیو ګوزڼ څانګې مشر محمد محمدي له افغانستانه ویستلی.

چې یادې ادارې له طالبانو سره په جنګ ځپلو سیمو کې د زرګونو ښوونځیو جوړولو، ښوونکو ته د معاشاتو او نصاب برابرولو برخه کې د همکارۍ یو سند لاسلیک کړی دی.ویل کیږي چې دا سند د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې او «د افغانستان اسلامي امارت» په نوم لاسلیک شوی، چې له امله یې د افغان حکومت سخت غوسه شوی.

ولسمشر غني د د یونیسف ادارې یو ریس له افغانستان نه ځواب کړی
ولسمشر غني د د یونیسف ادارې یو ریس له افغانستان نه ځواب کړی

او دا کار یې په نړیواله کچه طالبانو ته د رسمیت ورکولو یو کوشش بللی ده.محمد محمدي چې په خټه د الجزایر اوسېدونکی دی، له تیرې څه مودې راهیسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې فعالیت کړی دی.نوموړی باتجربه کس هم دی او اکثره خلک نوموړی پېژني .

د معلوماتو له مخې، یوازې ۲۲ میلیونه ډالره د یونسف لخوا پر عامه پوهاوي مصرف شوې وې، او دغه راز د دې ادارې د کارمندانو د زیات معاش اخیستل هم د افغان دولت لپاره یو بحث کرځېدلی وو.د یادونې ده چې په تېر یو کال کې د پولیو ناروغي ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې نسبت نورو کلونو ته زیاتې ښکاري.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button