نړیوال خبرونه

ولسمشر غني: د شانګهای سازمان غړي هېوادونو دې افعانستان سره همکاري وکړي

ولسمشر غني: د شانګهای سازمان غړي هېوادونو دې افعانستان سره همکاري وکړي پرون ورځ د شانګهای سازمان شلمه غونډه ترسره شوه چې  پکښي د افغانستان پر بیلابیلو موضوعاتو مهم بحثونه و شول او افغان ولسمشر محمد اشرف غني دې غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

د افغانستان جمهور ریس غني د سولې ترڅنګ د افغانستان، د اقتصاد مهم موقعیت او یو لړ نورو مهمو مسایلو په هکله خبرې وکړې او ټول هېوادونه يې را وبلل تر څو له افغانستان سره هر اړخیزه مرسته وکړي ولسمشر وویل افغانستان کې د اقتصادي، سیاسي او امنیتي همکاریو له لارې په یو اقتصادي براعظم د اروپا ـ اسیا د بدلېدو بهیر د چټکتیا لپاره د شانګهای همکاریو سازمان بېساری فرصت لري. دغه فرصت، پر ګواښونو د بریالي کېدو او عادي بهیر ته د ګرځېدو او پایداره ودې د تحرک رامنځته کولو لپاره اساسي او کلیدي دي اوس باید د شانګهابږی هېوادونه مونږ سره په سوله کې ځانګړی کومک هم وکړي ترڅو مونږ منتقوي اجماع له ځانه سره ولرو.

ولسمشر غني د دې سازمان غړو هېوادونو ته ډاډ ورکړ  چې افغان دولت او افغان پوځیان له نشه يي توکو او تروریزم سره مبارزه کوي او هیچاته په دې برخه کې فعالیت اجازه نه ورکوي هغه وویل افغان ځواکونه ډیر پیاوړي سوي دي.افغان ولسمشر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې افغانستان د اقتصاد، جګړې او پوځي برخه کې تر اوسه کومه لاس ته راوړنه او څه نلري.

تراوسه د افغانستان تر نیمايي زیات خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی چې ورسره سم تراوسه د سولې برخې څخه هم هیڅ خبره نشته اوس باید منثقوي هیوادون په خاص ډول سره همکاري وکړي ترڅو مونږ یو باثباته او پایداره سولې ته لار پیدا کړو افغانان په افغانستان کې باعزته ژوند ولري. او په ارامه فضا کې ژوند وکړي

ولسمشر غني: د شانګهای سازمان غړي هېوادونو دې افعانستان سره همکاري وکړي
ولسمشر غني: د شانګهای سازمان غړي هېوادونو دې افعانستان سره همکاري وکړي

د افغان سولې د خبرو د پیل لپاره څو اونۍ وړاندې د سولې مرکچي پلاوی تللی او یوازي  هلته میشت دی تر اوسه يې په دې برخه کې کو پرمختګ نه دی رامنځ ته کړی او نه هم د بین الافغاني خبرو د پیلیدو لپاره هڅې ترسره شوې دیادولو ده چې د افغان حکومت دوه غړي فوزیه کوفی او منصور نادري د شخصی مشکلاتو او کارنو په خاطر کابل ته راغلي وو او فوزیه کوفی بیرته قطر ته د خبرو دوام لپاره قطر ته لاړه خو منصور نادري لا هم کابل کی دی چې ډېر ژر به قطر ته ستون شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button