ولسمشر غني د عاشورا مراسمو د امنیت تامین کمېسیون غړو سره وکتل

جمهوررئیس محمد اشرف غني د عاشورا مراسمو د امنیت تامین کمېسیون له غړو سره په کتنه کې د دغو مراسمو د امنیت پر تامین ټینګار وکړ.
په پیل کې د عاشورا مراسمو د امنیت تامین د همغږۍ کمېسیون مرستیال او د شعیه علماوو شورا غړي، د دغو مراسمو د امنیت تامین لپاره له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خلکو د بشپړې همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ او په بشپړ ډول یې د کابل غرب لپاره د امنیتي طرحې د عملي کېدو غوښتنه وکړه.د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش وویل، د هیواد اوسنی وضعیت د عاشورا پېښې له رامنځته کېدو سره بشپړ ورته والی لري او طالبان هڅه کوي د مذاکرې پر ځای د ترور، وحشت او استبداد له لارې واک ته ورسېږي.
استاد سرور دانش په ولایتونو کې ملي پاڅونونو او ولسي انسجام ته په اشارې وویل، شعیه ټولنه د افغانستان د نظام او جمهوریت د ساتنې لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولاړه ده او د طالبانو پر وړاندې راپورته شوی نهضت به د عاشورا په څېر پراخېږي.

ورپسې د هیواد جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو، ملکي وګړو او د عاشورا شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ وویل، د امام حسین (ع) پیغام د ازادۍ و، موږ هم د هغه پر قدم روان یوو او هیڅکله د جهل او وحشت لښکر ته نه تسلیمېږو.
جمهوررئیس وویل، ننني شرایط د عاشورا پېښې د رامنځته کېدو له شرایطو سره ورته دي، هماغسې چې د هغه وخت بې طرفه خلک نن محکوم دي، نن هم بې طرفي نشته او انتخاب باید واضح وي.
جمهوررئیس غني وویل: موږ له یو لوی هجوم سره مخ یوو او پر وړاندې یې د درېدو لپاره نن د ملي مقاومت، ملي یووالي او ملي پیوستون ورځ ده.هغه وویل مونږ غواړو چې د هېواد حالات بېرته نورمال شي.