ولسمشر غني د لویې څارنوالۍ رهبرۍ د کړنو راپور واورېد

ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د لویې څارنوالۍ رهبرۍ سره په غونډه کې د یادې ادارې د کړنو راپور واورېد او د چارو د لاښه والي په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
د لویې څارنوالۍ سرپرست ذبیح الله کلیم او د یادې ادارې د بېلابېلو ریاستونو مسوولینو د اته ګونو کمېټو د ایجاد، د دوسیو د څېړلو، د نویو کسانو د استخدام، له بېلابېلو وزارتونو او ادارو سره د همغږۍ،ظرفیت لوړولو، د معیاري سیستمونو، د فساد ضد مبارزې او د قانون د حاکمیت په برخو کې د خپلو کړنو راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ.
ښاغلي غني د لویې څارنوالۍ د رهبرۍکړنو او شوي پرمختګ څخه په مننې وویل، لویې څارنوالۍ کې وروستي بدلونونه او مقررۍ باید نتیجه محوره وي. هر رئیس چې لاسوهنه کړې او د قضایاوو مسیر بدل کړی وي، د بښنې وړ نه دی، سیستم باید په اساسي توګه اصلاح او پاک شي.
ولسمشر غني وویل، د لویې څارنوالي مسوولین دې په راپورونو کې د اصلاحاتو سلنه مشخصه او له نورو وزارتونو او ادارو سره د مناسباتو ډول واضح کړي چې د مسوولیتونو اندازه واضح شي. هغه زیاته کړه، د عدالت په دغه دستګاه کې دې د څارنوالانو ظرفیت لوړ شي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د لویې څارنوالۍ او قضا چارو د چټکتیا او لاموثریت لپاره دې اساسي ګامونه واخیستل شي او د اصلاحاتو لپاره به د اړتیا وړ ټول امکانات برابر شي. د لاسوهنو د اساسي مخنیوي ترڅنګ ولس باید د قضایاوو د اساسي تعقیب او حل و فصل باور ولري