ولسمشر غني د مایک پمپیو سره د ويډیو کانفرانس له لارې په سوله او اوربند خبرې شوي

ځړول شوی:جون 2, 2020 لخوا ځړول شوی:امېل تبصرې:0

ولسمشر غني پرون ماښام د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سره د د ویډیو کنفرانس له طریق د سولې پر راتلونکو پلانونو او نا اعلان شوې اوربند خبرې اترې کړې دي.یاده جلسه کې د ریس جمهور معاونین او د مصالحې عالي شورا ریس عبدالله عبدالله هم شریک وو.

دغه ویډیويي غونډه کې په افغانستان کې د امریکا شارژ دافیر راس وېلسن، د بهرنیو ځواکونو لوی قوماندان سکاټ مېلر او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ګډون درلود. د ارګ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې افغان لوري په دې غونډه کې د “نا اعلان شوي اوربند پر میکانیزم چې د لوبې اصول به په کې مشخص کیږي ټینګار وکړ.

اعلامیه کې دا هم ویل شوي د واړو لوریو توافق وکړچې په نږدې ورځو کې د سولې بهیر پر نورو جزئیاتو ګډ کار وکړي. افغان ولسمشر په داسې حال کې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره پر دې موضوعاتو خبرې کړې دي چې د ملګرو امنیت شورا په خپل یو تازه رپوټ کې ویلي، طالبان لا هم له القاعدې ډلې سره لا هم اړیکې پالي او په افغانستان کې پناه ورکوي.

د ارګ په اعلامیه کې د نا اعلان شوي اوربند په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د تېرې جمعې پر ورځ د اختر درې ورځو کې اوربند ته په اشارې ویلي وو چې د تاوتریخوالی کمښت به دوام ولري.

نوموړي پر ټویټر لیکلي وو چې اوربند پيچلې مسله ده او د تاوتریخوالي پای ته رسول ځانګړو او دوامداره همغږۍ ته اړتیا لري.د دغه څخه معلوميږي چې افغان دولت غواړي چې په افغانستان کې دوامداره او اوګد اوربند اعلان وشي ترڅو د سولې خبرو ته لار هواره شي او افغانستان کې دایمه سوله راشي.

اعلامیه زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ټینګار وکړ چې امریکا د اوږدمهال ستراتیژیکو اړیکو په اډانه کې د یوه خپلواک، متحده ، دیموکرات او باثباته افغانستان غوښتونکې ده. د افغانستان د ملي روغې جوړې مشر عبدالله عبدالله هم دې غونډه کې ګډون درلود او دا لومړی ځل دی چې نوموړی له امریکايي لوري پر دې کچه د سولې په اړه خبرې کوي.

د بازې تجربه کار سیاسي شنونکو به دې اړه ویلي چې که افغان دولت غواړي چې افغانستان دایمي سوله راولي نو باید هر قسم قربانۍ ته غاړه کيږدي او د بل هز څه نه سوله ورته اولیت ووسي ځکه افغانستان د ډیر وخت راهیسې جنګونه روان دي نو باید ټول سوله ته کار وکړي تر څو یو ازاد افغانستان ولرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *