نړیوال خبرونه

ولسمشر غني د ولسي جرګې اداري پلاوي سره وکتل

ولسمشر غني د ولسي جرګې اداري پلاوي سره وکتل ارګ او ولسي جرګې د غړو تر منځ د جنجالونو په درشل کې د ولسي جرګې رٸیس میر رحمان رحماني د اداري پلاوي په ملتیا له ولسمشر سره وکتل. او په مخلتفو ستونزو ېې ورسره خبرې وکړې.

په دې کتنه کې، د حکومت او مقننه قوې ترمنځ په همغږۍ خبرې وشوې او له ولسي جرګې څخه مننه وشوه چې د کابینې لسو وزیرانو ته یې د تایید رایه ورکړه او د همغږۍ زیاتوالي لپاره پر یو شمېر میکانېزمونو هم هوکړه وشوه.جمهوررئیس غني وویل، ولسي جرګه د هیواد د اساسي قانون د یو بشپړونکي بنسټ په توګه، جمهوري نظام ته ځانګړی اهمیت لري او د همدې لپاره له دې قوې سره باید همغږي زیاته شي.د غه پلاوي دعمومي غونډې وروسته، به جرګه پرېکړه وکړي چې پاتې نوماند وزیرانو ته څه وخت رایه اچونه ترسره کړي.

د جرګې له یو جنجالیزو بحثونو په خواله رسنیو کې د سلو وکیلانو خپور شوی نوملړ دی، چې ویل کیږي د امنیت شورا له لوري مایشتنۍ پیسې اخلي، خو امنیت شورا دا اوازې رد کړې.په ورته مهال ولسي جرګه حکومتي بنسټونه او په ځانګړې توګه ارګ د پیسو په حیف او میل تورنوي، په هم مهاله توګه د ولسمشرۍ ماڼۍ له لومړي مرستیال امرالله صالح غواړي چې پر وکیلانو د فساد لګولي تورونه د شواهدو او اسنادو پر اساس وروستي او ثابت کړي. او دوی ته پر فساد ککړ وکیلان هم ور په ګوته کړي.

یادې جرګې تېره اوونۍ د صالح د څرګندونو په غبرګون چې وکیلان یې په مالي فساد تورن کړل، جرګې یې په غبرګون کې شپږ نوماند وزیرانو ته د رایې اچونې ناسته لغوه کړه او تر اوسه یې په اړه پرېکړه نه ده کړې. صالح د جنېوا په کنفرانس کې د ولسي جرګې غړي پر مالي فساد تورن کړي وو.

ولسمشر غني د ولسي جرګې اداري پلاوي سره وکتل
ولسمشر غني د ولسي جرګې اداري پلاوي سره وکتل

د پارلمان مشر میر رحمان رحماني بیا پر صالح توندې نیوکې وکړې، چې د صالح په مشرۍ زرغون بهیر یو بهرني هېواد پورې تړلی سازمان دی او صالح یې په ځواب کې وویل، چې ولسي جرګې ته درناوی لري خو ټول وکیلان ملایکې نه دي، له هغې را وروسته د ارګ او جرګې تر منځ اړیکې خړې شوي.خو اوس تمه کیږي چې ښایي دغه اړیکې یو ځل بیا جوړې شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button