تجارت خبرونه

ولسمشر غني: طالبان هېڅ مشروعیت نه لري او د کانونو قراردادونه یې هم پټ دي

د افغانستان وروستی ولسمشر محمد اشرف غني طالبان نامشروع او د کانونو پر قراردادونو یې نیوکې وکړې

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت وروستي ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په غږیز پوډکاسټ پروګرام کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د کانونو قراردادونه په پټه ورکول کیږي او دا روښانه نه ده، چې د افغانستان شتمنۍ په څه اصولو پلورل کیږي او عواید یې چیرې ځي.

ښاغلي غني ویلي، چې دا هم معلومه نه چې طالبان دغه کانونه د کومې مودې لپاره په قرارداد ورکوي او عواید یې په کومه برخه کې لګول کیږي.‌

د افغانستان جرمي او شبکه‌ای اقتصاد

هغه دغه راز ویلي، چې د افغانستان جرمي او شبکه‌ای اقتصاد ډیر سخت د نړۍ سره تړلی او دا چې د ملګرو ملتونو اخري رپوټ ښيي چې د نشه ای توکو دوه ډوله هیرویین او امفتامین صادرات له افغانستان څخه د نړۍ بیلابیلو هیوادونو ته سخت د ودې په حال کې دي.

نوموړي ویلي: “د طالبانو له خوا پر تاریاکو د لګیدلي بندیز پایلې واضح ندي او هیرویین لاهم په قوت کې روان دي. نړۍ سره د اوصولي روابطو برخه پرې شوې، خو دا برخه پیاوړې شوې ده.”

ghani1
په افغانستان کې د کانونو استخراج

پخواني ولسمشر اشرف غني ویلي، چې دا معلومه نده چې طالبان د افغانستان معادن په کومو شرایطو لیلاموي او دا چې د افغانستان معادن په رڼا ورځ خو په پټه توګه معامله کیږي. هغه زیاته کړې: “دغه قراردادونه نړیوال مشروعیت نه لري او نه یې شي لرلای. دغه معادن هغه سرمایه ده چې د افغانستان ټولو خلکو پورې اړه لري، او په شفافه توګه د قانون له مخې ترې ګټه نه پورته کیږي، دا هر څه د پردې ترشا کیږي.”

نور ولولئ: پخوانی ولسمشر غني: په افغانستان کې اوسنی لوېدلی اقتصاد د تباهۍ په مانا دی

نور ولولئ:  د ۲۰۲۴ کال په رارسېدو افغانستان کې د لوږې بحران

نور ولولئ: د اشرف غني اقتصادي طرحې؛ د منځنۍ اسیا هېوادونه اوس دلته اقتصادي ګټې لټوي

هغه دغه راز ویلي، چین د جمهوریت پر مهال د مس عینک او د افغانستان په شمال شرق کې د تیلو د راویستلو د قراردادونو په برخه کې خپلې ژمنې پلي نه کړې.‌ هغه زیاتوي، چې د مس عینک په برخه کې چین د څو سوه میګاواټ برق د راوړلو،‌ د ذغال کانونه ته د ریل د پټلیو جوړولو او د مس صنعتي استعمال لپاره د صنعت جوړولو برخو کې ژمنې کړې وې،‌ خو کله چې د عمل وخت شو، دوی په خپلو ژمنو ونه دریده.

افغانستان او د ګمرکاتو عواید

محمد اشرف غني وايي، چې افغانستان یوازې د ګمرکاتو په عوایدو نشې چلیدلای، د افغانستان اقتصاد باید په اساسي توګه وده وکړي او سکتورونه باید بیل شي او د یو منظم مالي سیسټم اساس کیښودل شي، چې ولس په پښو ودریږي.

طالبانو ۴ ستر کانونه په قرارداد ورکړل

هغه وايي: “د افغانستان ولس اوس عصري امکانات غواړي او د دې لپاره چې د ولس غوښتنې پوره شي، باید یو اقتصادي اساس موجود وي. د دولت عواید باید په مشروع توګه ډیر شي او بیرته د ولس په لومړیتوبو ولګول شي.”

نوموړی وايي، د طالبانو په ګمرکونو هم د فساد علایم لیدل کیږي، خو لا په ابتدايي مرحلو کې دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button