ولسمشر غني په اسپن مجمع ناسته کې وینا وکړه

دولسمشر غني په اسپن مجمع ناسته کې د وینا مهم ټکي. ولسمشر غني په اسپن امنیتي مجمع ناسته کې د بېلابېلو مسایلو په اړه د افغانستان لیدلوری بیان کړ. د هغه د وینا یوڅومهم ټکي په لاندې لیکنه کې ذکر شوی دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام د اسپن امنیتي مجمع په یوه غونډه کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ او د افغانستان د شته ننګونو، بهرني سیاست او ملي امنیت اړوند موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.نوموړي د افغان سولې او سیمې ثبات په اړه وویل اوسمهال داسې یو فرصت رامنځته شوی دی چې د سیمې هېوادونه باید ترینه مثبته ګټه پورته کړي.
یاده غونډه کې جمهوررئیس غني د بېلابېلو مسایلو د کارپوهانو، ډیپلوماتانو او سیاستوالو په ګډون د امریکا متحدو ایالتونو د دولت مخکېنیو ملکي او نظامي مقاماتو او اغېزناکوشخصیتونو او همداراز د ان بي سي تلویزیوني شبکي خبریالې پوښتنو ته ځواب ووایه.جمهوررئیس غني په دغه بحث کې د افغانستان د بهرني سیاست اړوند مسایلو په ځانګړي ډول د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو د اړیکو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي غني همداراز د افغانستان د سولې او راتلونکي، له افغانستانه بهر د طالبانو د خوندي پټنځایونو ستونزې، د نشه یي توکو د ننګونو، د سولې لپاره د مشخصې اجنډا ترتیب د اړتیا، د روان تاوتریخوالي ختمولو او تلپاتې سولې ته د رسېدو، په سولې مذاکراتو کې د ماناداره ګامونو اخیستلو، د وروستیو دوو لسېزو ارزښتونو د ساتنې او د امریکا متحدو ایالتونو له نوې ادارې څخه د افغانستان دولت او خلکو د هیلو په اړه، خپل لیدلوری بیان کړ.

په دغه ناسته کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر او د جمهوري ریاست د ستراتیژیکو او عامه اړیکو ادارې رئیس وحید عمر هم حضور درلود.دهغه وینا په سوشل میډیا کې هم ډېره بحث شوه او د ډېرو خلکو لخوا وستایل شوه.