نړیوال خبرونه

ولسمشر غني په یو ورځني سفر بلخ ته تللی

ولسمشر غني په یو ورځني سفر بلخ ته تللی. داسې مهال چې په شمال کې یو شمېر ولایتونه د حکومت له ولکې وتلي‌ دي، اشرف غني نن د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا مزار شریف ته تللی.

ښايي‌ نوموړی هلته له ځايي چارواکو سره د امنیتي‌ وضعیت په اړه وغږېږي.له ارګ‌ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې غني‌ نن سهار د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي‌ په ملتیا مزار شریف تللی تر څو د شمالي‌ ولایتونو امنیتي وضعیت وارزوي.

د خبرپاڼې له مخې غني‌ به په دغه سفر کې د دې ولایت ملکي او نظامي مسوولینو، سياسي او جهادي مشرانو، قومي مشرانو او متنفذینو سره جلا جلا لیدنې ولري.او د دغه ولایت امنیتي تدابیرو باندې به خبرې وکړي.

دغه سفر داسې مهال دی، چې په شمال زون کې جوزجان، کندز، سرپل او بغلان ولایتونه د طالبانو لاس ته لوېدلي‌ او یو شمېر نور شمالي ولایتونه تر کلکې محاصرې لاندې دي.

IMG 20210811 101251 777

تېره ورځ مارشال رشید دوستم هم مزار شریف ته تللی او د یاد ولایت پخوانی والي «عطاء محمد نور» هم په بلخ کې دی.همداراز دولسمشر امنیتي اوسیاسي چارو کې ارشد سلاکار حاجي محقق هم دغه ولایت کې ولسمشر سره ملتیا کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button