Uncategorized

ولسمشر غني: کډوال او ‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډياسپوران زموږ د ملت او ملي پانګې نه جلاکېدونکې برخه دي

ولسمشر غني: کډوال او ‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډياسپوران زموږ د ملت او ملي پانګې نه جلاکېدونکې برخه دي .جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د کډوالو نړیوالې ورځې نمانځنې په مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.

د دغو مراسمو په پیل کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وویل، راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو ته د خدمتونو وړاندې کولو برخې ته ژمن یوو او په خپل ټول توان د دوی د بشري حقونو د تامین هڅه کوو.وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستیالې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ استازې وویل، کډوالۍ په تېرو څلورو لسیزو کې میلیونونه افغانان زیانمن کړي او مهم لامل یې طبیعي پېښې، مزمن فقر او د جګړې دوام دی.

fb img 1624266374095

دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو د ټینګار پر مهال د سولې انکشافي پلان په چوکاټ کې د مارکېټ جوړولو، سولې اعمار او دولت سازۍ په برخو کې د حکومت له هڅو د خپل ملاتړ پر دوام تاکید وکړ. همداراز یې د راستنېدونکو او بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدګۍ او د هغو د مجدد ادغام په اړه خپله ژمنتا هم څرګنده کړه.

جمهوررئیس یادو مراسمو ته په وینا کې وویل، کډوال او ډیاسپوران زموږ د ملت او ملي پانګې نه جلاکېدونکې برخه دي او د اساسي قانون پر بنسټ د هيڅ افغان د افغانیت حق نشي سلبېدای.هغه په انکشافي برنامو کې د ډیاسپورانو د موثر رول یادونه وکړه وې ویل، له واضح لیدلوري پرته او اوسنیو تغییراتو ته په پام پر کډوالۍ بحث نشي کېدای.

دا هم ولولئ:  اوکراین ته د اروپايي ټولنې ۵۰ میلیارده یورو مرستې مخنیوی شو

جمهوررئیس دېته په اشارې چې بین المللي ټولنې طالبانو ته سیاسي حیثیت ورکړی په ټینګار وویل، طالبان د جنګ د دوام مسوول دي، دوی هره ورځ عام المنفعه تاسیسات ویجاړوي او ملکي وګړي هدف ګرځوي. هغه زیاته کړه، د طالبانو له لورې دغه نامشروع تحمیلي جنګ باید د سیمې او بین المللي ټولنې له لورې تحریم او محکوم شي.

ولسمشر غني د سیمې له هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ایران وغوښتل چې په افغانستان کې د پایداره او عادلانه ثبات او سولې د ایجاد په موخه خپل فعال رول ونه ځنډوي.د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه، اته ملي برنامې د ډیزاین او تطبیق په حال کې دي او په دې اړه باید بین المللي مرستې نتیجه محوره وي، نه پروسه محوره.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button