نړیوال خبرونه

ولسمشر غنی د افغانستان د ډیاسپورانو بین المللي کنفرانس کې د ګډون وکړ

ولسمشر غنی د افغانستان د ډیاسپورانو بین المللي کنفرانس کې د ګډون وکړجمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان د ډیاسپورانو بین المللي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

په دې کنفرانس کې د افغانستان د اطلاعاتو او پالیسۍ مرکز د ډیاسپورا د اهدافو، د دایمي پلټفارم د جوړېدو او په کور دننه او له افغانستان څخه بهر د افغانانو ترمنځ د پیوستون په اړه خبرې وکړې ولسمشر غني دېته په اشارې چې د افغانستان شل سلنه خلک ډیاسپورا جوړوي، له ډیاسپورانو وغوښتل چې د هیواد په ابادۍ کې فعال رول ولري او د روغتیا، د کرونا دریمې څپې سره د مبارزې او ډیجیټل سازي په برخو کې یې د هغوی له مشورو څخه مننه وکړه.

د هیواد جمهوررئیس د بشري ځواک د همغږۍ او شبکو جوړولو په برخو کې د ډیاسپورا رول مهم وباله وې ویل: د هغو پالیسیو په اړه چې هغوی جوړې کړې دي باید ملي بحث وشي، ترڅو خلک خبر شي.همداراز جمهوررئیس د سولې طلایي فرصت ته په اشارې، له افغان ډیاسپورانو وغوښتل چې د سولې په برخه کې همغږي او یو غږ ولري، ځکه سوله د

افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره یو لوی فرصت دی.ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، په اتو مهمو ملي برنامو کې د ډیاسپورا همکاري مهمه ده او همداراز د دغو برنامو په تطبیق کې به د هغوی له مشورو څخه استفاده وشي.

fb img 1624148975271

وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینس د ډیاسپورا د اهمیت په اړه خبرې وکړې وې ویل، د سولې پروسې، له ځوانانو ملاتړ او د ښځو د لاسته راوړنو په برخو کې د هغوی رول اساسي دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button