ولسمشر غنی: د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر دې لا چټک شي

جمهوررئیس محمد اشرف غني د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولینو سره په غونډه کې د تخنیکي ټیم، سیستمونو جوړولو، انکشاف او برېښنایي تذکرو د وېش په اړه د دوی د کړنو راپور واورېده.په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس وویل غواړو ادارو کې سستمونه زمونږ لومړیتوب دی.
دوی وویل نړیوالو معیارونو ته په پام یې په وزارتونو او ادارو کې د سیستمونو د لا انکشاف او د کارونو د ښه والي په موخه ظرفیتونه روزلي.نوموړي د سیستمونو د تطبیق، خالي والي، له انکشاف او د ادارو د رهبرۍ له بدلون وروسته د لومړیتوبونو د بدلون، د فعالیتونو او خدماتو وړاندې کولو د تکرار او ځینې نورې اړوندې ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس وویل، د بشري ځواک د زیاتوالي لپاره یې د کادري سیستم د طرحې برابرولو ترڅنګ نږدې شپږ میلیونه برېښنایي تذکرې وېشلي او د اتو میلیونه تذکرو د وېش غوښتنه موجوده ده.

جمهوررئیس غني د معلوماتو او مرکزې احصایې ادارې مسوولینو څخه د ظرفیت ایجاد، سیستمونو جوړولو او شپږ میلیونه تذکرو د وېش مننه او د دغه بهیر په لاچټکولو ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، د ستونزو د حل او د چارو د لا چټکتیا په موخه دې په هیواد کې له شته ظرفیتونو څخه استفاده وشي.ولسمشر غنی څرګنده کړه، د افغانستان بانک ډیجیټلي شوی، کورنیو چارو، ملي دفاع، پوهنې، عامې روغتیا، کلیو پراختیا او فواید عامې وزارتونه د دغې پروسې په لومړیتوبونو کې دي. د مالیې وزارت د خزاینو سیستم، بودجه او د معاشونو ورکړه بایدمطلق ډیجیټلي شي.
محمد اشرف غني د چارو ادارې عمومي رئیس او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس ته د چارو د تکرار د مخنیوي په موخه کابینې ته د وړاندیزونو برابرولو او د مختلفو سیستمونو پر ځای د واحد دولتي سیستم رامنځته کولو او انکشاف لارښوونه وکړه.جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان د ډیجیټلي کېدو په صورت کې به راکړې ورکړې اسانه، خدمات او د زیربنایي پروژو اوچارو مدیریت په مراتبو اغېزناک شي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د معلوماتو او مرکزي احصایې مسوولینو ته په خطاب کې وویل، په تاسو ټولو پانګونه کېږي، په ډېر اعتماد کار وکړئ، شبکې مو پراخه کړئ، ځکه کار به مو هغه وخت لا ډېر اغېزناک وي چې ټولو ادارو ته وغځېږي