ولسمشر غنی د عثمان کاکړ په مړینه خفګان څرګند کړ

ولسمشر غنی د عثمان کاکړ په مړینه خفګان څرګند کړ د افغانستان ولسمشر اشرف غني د کوزې پښتونخوا د وتلي سیاستوال عثمان کاکړ په مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې . مړینه یې د افغان وطن او ولس لپاره د خفګان وړ خبره ده.
د پښتونخوا ملي ګوند مرکزی ممبر او د پاکستان پخوانی سناتور عثمان کاکړ چې څو ورځې وړاندې د سویلي پښتونخوا د کویټې ښار پخپل کور کې په مرموز ډول سخت ټپي شوی و، نن سهار د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې یې ساه ورکړه.له ولسمشری ماڼړی څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د هغه په مړینه خواشینی شوی ، د هغه کورنۍ، دوستانو او مینه والو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړې دي.

جمهور ریس غنی زیاته کړې، عثمان خان کاکړ د افغان وطن د واقعي خواخوږي او ځيرک سیاستوال په توګه د امن، سولې، ثبات او یووالي لپاره عملي مبارزه او د قدر وړ هلې ځلې وکړې.د هغه په خبره نوموړي په افغانستان کې د سولې بهیر د ملاتړ ترڅنګ تل د پردیو د لاسوهنو سخت مخالفت کاوه
هغه هغه ټولې پالیسۍ او کړنې یې سختې نقد کولې چې د سیمې او افغانستان د امنیت، ثبات او پرمختګ په زیان وې.ولسمشر غني ویلي، عثمان کاکړ د قام په درد او سختیو زهیر او خدمت بوخت هغه مبارز انسان و چې د افغانانو په هر لوی او واړه غم او ښادۍ کې یې ځان شریک احساساوه.
ده زیاته کړې، نوموړی د خلکو د حقونو، یووالي، هوساینې او ولسواکي لپاره د خپلې واقعي او ارزښتناکې مبارزې له برکته د ولسونو په زړونو کې ځانګړی ځای او درناوی لري هغه ویلی اوس وخت کې د ښاغلی کاکړ په څېر خلک ډېر کم دي. الله تعالیدی هغه دنیا ښایسته کړي.