ولسي جرګه له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو پریکړه ارزوي

د پارلمان اعلامیه د عسکرو وتلو په اړه

ولسي جرګه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پریکړه ارزوي او په اړه یې دریځ څرګندوي.د یو شمېر وکیلانو د وړاندیز سره سم له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر پریکړه د عاجلې اجنډا په توګه خبرې وشوې.

خو په اړه یې پریکړه راتلونکي ته و ځنډول شوه.د ولسي جرګې یو شمېر غړو وویل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو راتګ په نا مسؤوله توګه و او پکار ده چې له دې ځایه په مسوولانه توګه ووځي او هغه ستونزې حل کړي چې دلته د هغوی د حضور په پایله کې رامنځته شوي دي.د ولسي جرګې غړو د ملي پخلاینې عالي شورا لخوا وړاندې شوې طرحه نیمګړې وبلله.او ټینګار یې وکړ چې په یادې طرحه کې دې د ولسي جرګې د غړو نظریات چې د وکیلانو په خبره د ملت نظریات دي هم ځای کړل شي.

هغوی وویل چې په یاده طرحه کې دې د بشر حقونه او د ښځو ونډه له پامه نه غورځول کیږي.ځینو وکیلانو ترکیې غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوي په تشکیل هم نیوکې وکړې او ویې ویل چې په یاده غونډه کې باید ټولشموله پلاوی برخه ولري څو د ملت د ټولو اقشارو او د نظام د ټولو برخو استازولي وکړلای شي.

د ولسي جرګې ناستې په پای کې پریکړه وشوه چې په راتلونکو غونډو کې به هم د سولې په اړه د ترکیې غونډې او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پریکړې په اړه هم خبرې وشي او له هغه وروسته به یې په اړه دریځ څرګند کړي.

fb img 1618566200414

د پارلمان د چهار شنبې ورځې عمومي غونډې پر دوام همدا راز د هېواد د روان امنیتي وضعیت په تړاو هم د جرګې غړو اندیښنې څرګندې کړې.د چهارشنبې ورځي عمومي غونډې پر دوام د ولسي جرګې غړو د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او له اړوند ادارو څخه یې وغوښتل چې د په بازارونو کې دې د توکو بیې کنټرول او د احتکار مخه و نیسي.

اشتراک در
اطلاع از
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments