نړیوال خبرونه

ولسي جرګه نن لس نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکوي

ولسي جرګه نن لس نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکوي. نن به د هېواد ولسي جرګه لس نوماند وزیرانو ته د باور رایه ترلاسه کولو لپاره د رایو صندوقونه کښېږدي او  له هغه وروسته به پاتي نورو وزیرانو ته صندوقونه کښېښودل شي. او د باور رایه به ورته ورکړي تر څو رسمي وزیران شي او سرپرستي ېې ختمه شي.

د ولسمشرغني اوښاغلي عبدالله عبدالله لخوا وزارتونو ته معرفي شوي وزیران که څه هم پرې نیوکې موجودي دي خو دوی دواړو ویلي چې ټول معرفي شوي کسان مسلکي دي او کولای شي چې یو وزارت چارې په ښه توګه پر مخ ویسي د امنیت سکتور وزیرانو هم خپلې طرحې ولسي جرګې ته وړاندې کړې خو تراوسه پوري د افغانستان د پلازمینې او ولایتونو امنیت ورځ تر بلې د ګواښ لورته ځي او هيڅ داسې ارګان یا سکتورپیدا نشو چې امنیت اداره کړل شي او د دې ادارو چارې پر مخ په سمه توګه ویسي.

اوس پوښتنه داده چې ولسي جرګه به دې نوماند وزیرانو ته د تاید که د رد رایه ورکړي داسې ګنګوسې هم وې چې وړاندې تر دې  چې د رایو صندوقونه کښېښودل شي نوماند وزیران په کمپاین کولو بوخت دي ټول وزارت خونې که امنیتي او یاهم ملکي دي یو وزیر پکښي داسې مثال نشته چې ولس يې پر خولو یاد او ښه نوم ورته غوره کړي تراوسه دا ناکام مسؤلین لاهم  خپلو دندو ته دوام ورکوي. ولس وايي باید دويي ته باور رایه په سوچ او فکر سره وکارول شي.

دولت ادعا کوي چې د هر وزارت لپاره يې وړ او مسلکي اشخاص په دنده ګمارلي خو تراوسه په ډیری مواردو کې مالومیږي چې د وزارتونو لپاره وړ کسانه نه دي معرفي شوي.او اکثره وزیران په ژبو او قومي زور باندې دندو ته راوستل شوي ولس د ولسي جرګې نه هم راضي ندي دويی وايي چې باید ټول وزیران اول وسنجول شي او بیا ورته د باور رایه ورکړل شي باید د مقرریو په بدل کې رایه ورنکړل شي.

د افغانستان ولسي جرګې له دولته غوښتې د باور رایه د نه ترلاسه کیدلو په صورت کې باید وزیر له دندې ګوښ او ورته بل سرپرست وټاکل شي د دې دولت له پیله تراوسه ټول وزارت خونې د سرپرستانو له لوري اداره کیږي چې په دې موده کې هم ډیر کسان راغلل ولاړل اوس به وکتل شي چې ولسي جرګه د خپل مسؤلیت په برخه کې څه کوي.دا به ټول وخت ثابته کړي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button