نړیوال خبرونه

ولسي جرګې د اسد قیصر سفر منعه کېدو ته غبرګون وښود

ولسي جرګې د اسد قیصر د سفر منعه کېدو ته غبرګون وښود.ولسي جرګې ریس میر رحمان رحماني وايي، له څېړنو وروسته به هغه حکومتي څېرې افشاء کړي، چې کابل ته د پاکستان د پارلمان د ریس اسد قیصر د سفر د مخنیوي لپاره یې خنډونه رامنځته کړي وو.

په هغه ميډیای خبرپاڼه کې چې د ولسي جرګې د مشر میر رحمان رحماني له دفتر نشر شوې، راغلي، چې کابل ته د پاکستان د پارلمان د ریس اسد قیصر د سفر ټول جزیات د ولسي جرګې لخوا اړونده حکومتي او امنیتي بنسټونو سره شریک شوي وو، ترڅو هغه ته د سفر آسانتیاوې، امنیتي او تشریفاتي تدابیر چمتو کړي او نوموړی ته ښه راغلاست ووایی.

په اعلامیه کې له دې امله خواشیني ښودل شوې، چې په خبره یې د حکومتي چارواکو لخوا د کابل نړیوال هوايي ډګر په ځغاستلیکه کې د امنیتي ګواښونو په پلمه یې د اسد قیصر او هغه سره د مل پلاوي د سفر مخه ډب کړې ده.د ولسي جرګې ریس میر رحمان رحماني یادونه کړې چې د ښاغلي قیصر سفر به دوهم ځلي افغانستان ته تنظیموي.او نوموړی به یو ځل بیا دعوت کیږي.

img 20210409 102833

ددې ترڅنګ نوموړي د راتلونکې شنبې په ورځ به د ولسي جرګې په «فوق العاده غونډه کې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په وړاندې دغه مسئله په جدي توګه وڅیړي، که کوم جهتونه په دې قضیه کې ښکیل وبلل شول، نو قانوني چلند به ورسره کیږي.او اینده کې کې د داسې کړنو د نه تر سره کولو هوډبه ورنه اخیستل کیږي.

د خبرپاڼې په اخېر کې نوموړي یوځل بیا یادونه کړې، چې د پورتنیو ادعاوو څیړنه کوي او په خبره یې که چیرې کومه مغرضه حکومتي کړۍ او یاهم چارواکي په یاده قضیه کې ککړ ثابت شول، نو دوی به یې ولس ته افشاء کوي.ځکه دا ډول کړنې د ملک سلامتي ته ضربه رسوي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button