نړیوال خبرونه

ولیعهد محمد بن سلمان: په غزه کې د اسرائیلو جګړه نسل وژنه ده

د اسلامي هېوادونو په بېړنۍ ناسته کې د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلمان پر اسرائیلو کلکې نیوکې کړي دي

د سعودي عرب وليعهد شهزاده محمد بن سلمان په غزه کې د اسرائيلو کړنې وغندلې او “نسل وژنه” يې وبلله. دا لومړی ځل دی چې د سعودي لوړ پوړی چارواکی په غزه کې د جګړې له پيل راهيسې پر اسرائيلو کلکې نيوکې کوي او جدي غبرګون ښيي.

محمد بن سلمان د عربو او اسلامي هېوادونو بېړنۍ ناستې ته د وينا پر مهال پر لبنان او ايران هم د اسرائيلو د بريدونو له کبله نيوکې وکړې او د اسرائيلو د پوځي عملياتو د سملاسي پای ته رسولو غوښتنه يې وکړه.

دا ناسته د دوشنبې په ورځ (۱۱ نومبر) د سعودي عرب په کوربتوب او د عربي او اسلامي هېوادونو د مشرانو په حضور ترسره شوه.

محمد بن سلمان وويل، “موږ پر نړیوالې ټولنې غږ کوو چې په فلسطین او لبنان دواړو کې زموږ پر وروڼو د اسرائیلو بریدونه په سملاسي توګه بند کړي، د نړیوالې سولې او امنیت په ساتلو کې خپل مسوولیتونه ادا کړي، اسرائیل مکلف دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د حاکمیت درناوی وکړي او د هغه هېواد په ملي حاکمیت له بریدونو ډډه وکړي.”

afghan 2024 11 12t091350.553

په همدې مهال د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزير ويلي چې دا د نړيوالې ټولنې ناکامي ده چې په غزه کې جګړه نه ده درېدلې او اسرائيل يې په غزه کې د “قحطۍ او لوږې” په رامنځته کولو تورن کړل.

منځني ختيځ کې د روانې جګړې د ژر پايته رسولو غوښتنه

په ناسته کې د عرب لیګ یا عربي هېوادونو د ټولنې مشر احمد ابو الغيط، وویل داسې کلیمې نشته چې د فلسطین د خلکو درد په بشپړه توګه پکې بیان شي.

نور ولولئ: طالب رژیم: غزه کې باید ژر تر ژره اوربند وشي

نور ولولئ: اسرائیل: د واشنګټن له وسلو پرته غزه کې جګړې ته دوام ورکوو

نور ولولئ: په غزه کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم هوايي برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي

نوموړي وویل چې جګړه به تر هغې پای ته ونه رسېږي چې نړیواله ټولنه پر اسرائیلو فشار را نه وړي.

ښاغلي ابو الغيط زياته کړه، “له بې انصافۍ، وژنو او شکنجې سره سوله نه راځي. د نن ورځې سرمشریزه نړۍ ته یو روښانه پیغام لېږي چې نړۍ نوره نشي کولی دې دوامداره وژنو ته شا کړي. د نړیوالې ټولنې کمزوري د دې لامل شوه چې د اور لمبې له غزې تر لبنانه پورې ورسېږي، د دې وضعیت دوام د ټولې سیمې راتلونکې له لوی ګواښ سره مخ کړې ده. نړیوالو قوانینو ته بې احترامي او د ځواب نه ویلو له امله د اسرائیلو مشران نور هم هڅول شوي چې خپل لیونتوب ته دوام ورکړي.”

په یاده غونډه کې د اسلامي هېوادونو مشران

په دې بېړنۍ غونډه کې د فلسطین ولسمشر محمود عباس، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، د لبنان ولسمشر نجيب ميقاتي او د نایجیریا ولسمشر تر څنګ د يو شمېر نورو عرب او مسلمان هېوادونو مشرانو ګډون کړی و.

دې ناسته د سوريې ولسمشر بشار الاسد او د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد رضا عارف هم ورغلي وو.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی په تهران کې د خبرو پر مهال ویلي د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ترمپ باید د جګړې درولو لپاره جدي کار وکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button