نړیوال خبرونه

طالب رژیم: غزه کې باید ژر تر ژره اوربند وشي

غزه کې د اوربند په اړه د امینت شورا د پرېکړه لیک له تصویب طالبانو هرکلی کړی دی

اسرائیلو په غزه کې له ۳۰۰۰۰ زیات مسلمانان شهیدان کړي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، خو تر اوسه د ملګرو ملتونو په ګډون هېڅ نړیوال سازمان ونه کولی شول چې د اسرائیلو له لوري د روانې ټولوژنې مخه ونیسي.

تازه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا له‌خوا په غزه کې د اوربند د مسودې د تصویب هرکلی کړی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیت شورا باید ژر تر ژره په غزه کې اوربند پلې کول یقیني کړي او د روان ناورین مخه ونیسي.

gaza (3)
غزه کې د فلسطینیانو حال په انځور

د امنیت شورا له وروستي پرېکړه لیک د طالبانو ملاتړ

دغه وزارت لیکلي:« د حماس او په ټوله کې د فلسطیني ولس د هغه موقف چې د اوربند د دوام، د ټولو اشغالګرو ځواکونو د وتلو، غزې ته د پراخو بشري مرستو رسولو، خپلو سیمو ته د بې ځایه شویو فلسطنیانو د بېرته ستنېدلو د غزې ښار د بیا رغولو او محاصرې ختمولو غوښتنه کوي تایید او ملاتړ کوو.»

طالبانو په ملګرو ملتونو امنیت شورا او نورو بانفوذه هېوادونو غږ کړی، چې له پرېکړه لیکونو ور هاخوا د فلسطینیانو په برخه کې دې عملي ګامونه واخلي او د دغې قضیې د حل لپاره بنسټیزې او عادلانه لارې چارې وپلټي.

نور ولولئ: د طالبانو رئیس الوزرا په غزه کې د اسرایلو وحشتونه غندلي

نور ولولئ: طالبان: په غزه کې د اسراییلو جنګ وحشت او دوی جنګي مجرمین دي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د سملاسي او دایمي اوربند د رامنځته کولو لپاره یو پرېکړه لیک تصویب کړ.

دغه پریکړه لیک چې د امنیت شورا د غیر دایمي غړو له‌خوا چمتو شوی، د سملاسي او تلپاتې اوربند، د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او غزې تړانګې ته د بشري مرستو د رسولو غوښتنه کوي.

gaza (1)
په غزه کې روان وضعیت د انځور په ژبه

په غزه کې د فلسطینیانو ناوړه حالت

په غزه کې اکثره وګړي د لوږې له سخت ګواښ سره مخامخ دي، ځکه اکثره سیمو کې کافي خواړه، د څښاک اوبه او د ژوند نورې اسانتیاوې نشته.

له بل لوري غزه کې د فلسطیني وګړو د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د اوسېدو ځایونه نه لري.

له سیمې ریپوټونه وايي، په غزه کې ماشومان سوی تغذیه دي او په عمر تېر خلک هم د ژوند له ګڼو سره مخامخ دي.

اسرائیلو پر غزه په وروستيو بریدونو کې نړیوالو جنګي قوانینو ته فکر نه دی کړی او له همدې امله ورباندې د نسل وژنې تورونه لګول کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button