ټکنالوجي

ویډیو ګیم د وخت ضایع ده او که ګټه هم لري؟

ډېری میندې او پلرونه ماشومانو ته وایي چې ګیم کول ستاسو وخت ضایع کوي

کېدای شي چې ویډیو ګیم په میندو او پلرونو کې ډېره مهمه موضوع وي. دوی تل فکر کوي چې ویډیو ګیمونه یې د اولادونو وخت ضایع کوي، خو له دې سره سره ویډیو ګیمونه د ماشومانو او ځوانانو لپاره د ساعتېرۍ یو څه دي او حتی دا یې د ذوق کار دی.

نور ولولئ: د آیفون ۱۵ ځانګړنې؛ ایا تاسو ترې خبر یاست؟

په حقیقت کې ویډیو ګیمونه یوازې ماشومان نه کوي، بلکې د یو سروې له مخې امریکا کې ۳۸ سلنه هغه خلک چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۴ کلونو تر منځ دي، د ویډیو ګیم لوبې کوي. اوس پوښتنه دلته ده چې ایا ویډیو ګیم رښتیا وخت ضایع کوي؟ ډېر ښه، ویډیو ګیمونه د هغه چا لپاره چې یادې لوبې کوي، ګټې هم لري. موږ پوهېږو چې ویډیو ګیم په نړۍ کې د ۸۴ سلنه خلکو وخت نه ضایع کوي، ځکه دوی د ګیم په واسطه له خلکو سره په اړیکه کې کېږي او له یوه او بل سره د زړه خواله کوي او خپل دردونه او ښادۍ شریکوي.

د معلولیت لرونکو کسانو سره د یاد ګیم مرسته

معلول کسان اړتیا لري چې د ساعتېري او د ورځني ژوند د تېرېدو لپاره یو څوک وي او ددوی ساعت ورسره تېر شي. ویډیو ګیم ددوی لپاره یو ښه ملګری کېدای شي چې هم ورځ ورسره تېروي او هم د ګیم په کولو سره روحي تسکین پیدا کوي، خو که د دوی لپاره ویډیو ګیم نه وي، نو کېدای شي چې په ګڼو ذهني او رواني ناروغیو اخته شي او د ټولنې د سر درد وګرځي.

نور ولولئ: ایلن مسک وايی، د ټویټر اوسنۍ لوګو بدلوي

دغه معلولین د ګیم په کولو سره په انلاین توګه له ګڼو خلکو سره اړیکې ټینګوي او په نړۍ کې داسې ملګري پیدا کوي چې دوی له یوه او بل سره تجربې او فرهنګونه شریک کړي.

د ماشومانو لپاره د ګیم کولو ګټې

په ځینو څېړنو کې معلومه شوې چې هغه ماشومان تر نورو ذهین او په زده کړو کې ښه دي چې په ورځ کې تقریبا دوه ساعته ویډیو ګیم کوي او یا نور ګیمونه کوي. څېړنې ټینګار کوي چې ماشومانو ته باید د ګیم کولو زمینه برابره شي، خو په داسې شکل چې دوی وکولی شي تر څنګ یې درسونه هم ووایي.

نویو څېړنو وړاندیز کړی چې که غواړی ماشومان مو ذهین وي، نو دوی ته د ګیم کولو اجازه ورکړئ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button