ژوندنړیوال خبرونه

يو شمېر خلک وايي چې سياحتي شرکتونو ترې بهر ته د تګ په پلمه‎ پیسې تښتولي

پر سياحتي شرکتونو له افغانستانه بهر د خلکو د لېږد په بهانه د پيسو تښتولو ادعاوې شوې دي

په کابل کې ځینې سیاحتي شرکتونه له خلکو په دې پلمه پیسې اخلي چې ګواکې بهر ته یې لیږي. د دې شرکتونو ډیری یې په چل او فریب له خلکو پیسې وباسي او حتی ترې تښتوي یې.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی چې نه یې غوښتل خپل نوم ووایي افغان ناو ته وویل چې قاچاقبر کاناډا ته د تللو په پلمه د ټول عمر ګټلې پیسې ورنه تښتولې دي.

دی وایي قاچاقبر په کاناډا کې د تحصیلي بورس ژمنه ورسره کړې وه. نوموړی زیاتوي: “په پیل کې یې ۸۵۰ ډالر واخیستل چې بیا یې ۱۱۰۰ډالر په دې پلمه رانه واخیستل چې زما د پوهنتون فيس او نور لګښت په کاناډا کې پرې کوي چې په پیل کې یاد شخص د کاناډا برقي وېزه راته راولېږله دا وېزه یې ما ته په ساېټ کې هم راوښودله خو زه خبر نه وم چې دا وېزې یوازې د هغو کسانو لپاره دي چې په اروپایي یا هم نورو پرمختللو ملکونو کې اوسیږي.”

دی وایي: قاچاقبر کاناډا ته د تګ لپاره تر اسلام ‌اباد پورې هم وغوښت هلته یې داسې ورته وښودله چې ګواکې اصلي کس چې پیسې یې اخیستې په ترافیکي پېښه کې مړ شو.

نوموړی وايي: “کله چې اسلام ‌اباد ته ورسېدم قاچاقبر په لومړیو کې بهانې کولې چې پرواز د تخنیکي ستونزو له امله کنسل شو بيا يې شل ورځې په تمه کړم، په دې وخت کې یوه موټر ټکر وکړ ما ته یې داسې وښودل چې اصلي کس ټکر کې مړ شو، له هغه وروسته یې چې زه نورو ملګرو ته زنګ وهم د ټولو شمېرې بندې دي.”

له بې ‌کارۍ او بې‌ وزلۍ له افغانستان څخه د خلکو د کډوالۍ بهير خورا چټک شوی دی

د وردګو ولایت اوسېدونکې مرینا خاوند بیا په فرانسه کې دی، نوموړې د دې لپاره چې دا او لور یې فرانسې ته لاړې شي هم له ورته برخلیک سره مخ شوې دي.

د بشري حقونو فعالان وایي چې د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱میلادي کال د کډوالو د کنونسیون د اعلاميې له‌ مخې چې ۱۴۹ ملکونو لاسلیک کړی په‌ کې راغلي چې هر وګړی د اړتیا پر وخت د کډوالۍ حق لري خو داسې کډوالي چې قانوني وي او مسافر له ګواښ سره مخ نه‌ شي.

په استرالیا کې د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې غړی ماهر مومند په دې اړه وايي: “لازمه نه‌ ده چې یوه قاچاقبر یا هم سیاحتي شرکت ته پیسې ورکړي، که دوی د دې توان لري چې د دوهم ملک وېزه واخلي بیا درېيم هېواد ته په قانوني ډول تلی شي. بله لاره دا ده چې خپل غوښتنلیک د خوښې وړ هېواد مربوطو څانګو ته ولېږي او خپل ټول کار په قانوني بڼه بشپړ کړي.”

په ورته مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د دې راپور تر خپرېدلو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه‌ کړې.

بهرنيو ملکونو ته غیر قانوني ګډوالي په داسې حال کې زیاته شوې چې په ځلونو ځلونو پر لاره د افغانانو د غرقېدلو او ورکېدلو راپورونه خپاره شوي دي.

خلک د خپلې ګډوالۍ لامل د طالبانو له بیا واکمنۍ څخه وروسته بې ‌کاري او د ښځینه ‌وو پر زده‌کړو محدودیت ګڼي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button