اقتصاد او سوداګري

ټاپي پروژه؛ هرات کې یې د بشپړېدو نېټه اعلان شوه

د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار وايي، ټاپي پروژه به په دغه ولایت کې تر راتلونکو دوو میاشتو بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په هرات کې د یادې پروژې چارې

اسلام‌جار ویلي، ترکمنستان په هرات کې د ټاپي پروژه اړوند کارونه پر مخ وړي.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې چې د پروژې چارې تر دوو میاشتو بشپړې شي او مسوولیت یې سیمه‌ییزو چارواکو ته وسپارل شي.

خلکو ته د ګازو د کارولو بلنه

د هرات والي له فابریکه‌دارانو او خلکو غوښتي چې د ټاپي پروژه له لارې د ګازو د کارولو لپاره چمتووالی ونیسي.

27533f89 3dc6 4522 8f24 6891c5810d0d

نوموړي ټینګار کړی چې د طبیعي ګاز د کارولو لپاره باید لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

ټاپي د څلورو هېوادونو ګډه پروژه ده

دغه پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د طبیعي ګازو د لېږد مهمه سیمه‌ییزه پروژه ده.

د دې پروژې له لارې به د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدول شي.

افغانستان تمه لري چې له یادې پروژه څخه د ټرانزیټ عواید ترلاسه کړي. دغه هېواد به د خپلې اړتیا لپاره هم د طبیعي ګاز یوه برخه وکاروي.

د صنعت لپاره احتمالي ګټې

اقتصادي شنونکي وايي، ټاپي پروژه کولی شي د افغانستان د انرژۍ او صنعت په برخو کې مهم بدلونونه رامنځته کړي.

images 3 1

د دوی په باور، فابریکو او صنعتي مرکزونو ته د طبیعي ګاز رسول د تولید لګښتونه راکمولی شي.

ټاپي پروژه همداراز د نوي پانګونې او د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابرولی شي.

اقتصادپوهان وايي، د ټاپي پروژه بشپړ فعالیت یوازې د پایپ‌لاین په جوړېدو پورې محدود نه دی.

دوی ټینګار کوي چې د ګاز د وېش مناسب سیستم، روڼې بیې، د خصوصي سکټور اسانتیاوې او د پروژې امنیت د بریالي فعالیت لپاره مهم دي.

که اړین شرایط برابر شي، ټاپي پروژه کولی شي د افغانستان لپاره د ټرانزیټ او انرژۍ په برخه کې د عاید مهمه سرچینه وګرځي.

88f3ac5c 04c8 4ce4 9003 9c1b1ce93aed 1

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button