اقتصاد او سوداګري

کابل کې د کانونو نندارتون دوام لري؛ ۱۵۰ کورني او بهرني شرکتونه پکې ګډون لري

په کابل کې د افغانستان د کانونو لومړنی تخصصي نندارتون دوام لري. په دې نندارتون کې ۱۵۰ شرکتونه ګډون لري او چارواکي د کانونو په برخه کې د پانګونې د پراختیا غوښتنه کوي.

په کابل کې د افغانستان د کانونو لومړنی ځانګړی تخصصي نندارتون، چې پرون پرانیستل شو، نن هم د کورنیو او بهرنیو شرکتونو د ګډون په دوام سره روان دی.

په دغه نندارتون کې د ایران، چین او هند په ګډون ۱۵۰ شرکتونو په ۱۵۰ غرفو کې د کانونو له سکټور سره اړوند محصولات، وسایل او خدمات نندارې ته وړاندې کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دا نندارتون د باختر درخشان نندارتونونو جوړولو شرکت په همکارۍ تنظیم شوی او د لړم تر نهمې نېټې به دوام ولري.

د کانونو نندارتون د پانګونې لپاره کوم فرصتونه وړاندې کوي؟

د پرانیستې په مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې د دغه ډول نندارتونونو جوړول د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهم دي.

د نوموړي په وینا، ددې موخه یوازې د معدني محصولاتو معرفي کول نه دي، بلکې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ پراختیا هم ده.

حنفي له پانګه‌والو وغوښتل چې د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. هغه وویل چې حکومت د پانګونې د اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی او هڅه کوي چې معدني زېرمې په معیاري ډول استخراج شي.

نوموړي همدارنګه وویل چې بهرني شرکتونه کولای شي د پانګونې لپاره ځمکه د اوږدمهالو قراردادونو له لارې په اجاره واخلي.

د کانونو په سکټور کې ۳۵۰ فعال قراردادونه او ۱۸۰ زره کارکوونکي

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري د نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل چې اوس مهال د افغانستان د کانونو په سکټور کې ۳۵۰ قراردادونه فعال دي.

د هغه په وینا، د کانونو د استخراج په برخه کې له ۱۸۰ زرو څخه ډېر کسان په کار بوخت دي.

بدري زیاته کړه چې افغانستان پراخې معدني زېرمې لري او حکومت غواړي د دغو سرچینو له عوایدو د هېواد د اقتصاد او عامه ګټو لپاره کار واخلي.

په همدې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم له کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو وغوښتل چې د افغانستان د کانونو په سکټور کې خپلې پانګونې پراخې کړي.

هغه ټینګار وکړ چې معدني توکي باید د امکان تر حده د افغانستان دننه پروسس شي، څو د خامو موادو د صادراتو پر ځای په هېواد کې د تولید او کارموندنې فرصتونه زیات شي.

د کابل دغه تخصصي نندارتون د معدني محصولاتو د معرفي کولو ترڅنګ شرکتونو ته د اړیکو جوړولو او د احتمالي سوداګریزو همکاریو د ارزولو زمینه برابروي.

ټاکل شوې چې نندارتون د لړم تر نهمې نېټې پورې پرانیستی وي او علاقه‌مند شرکتونه او لیدونکي وکولای شي د کانونو له اړوندو محصولاتو او فعالیتونو سره اشنا شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button