اقتصاد او سوداګري

ټرانس‌افغان رېل‌لار پروژه؛ له ژمنو تر واقعیتونو

اړوند خبر:

د ټرانس افغان ریل لاره: ازبکستان به د کندهار یا د مزارشریف لار غوره کړي؟

ټرانس‌افغان رېل‌لار پروژه، چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د سیمه‌ییز اتصال یوه ستراتیژیکه هڅه ګڼل کېږي، له نوي لید سره مخ شوې ده. دا پروژه، چې تمه ده تر ۲۰۲۷م کال پورې بشپړه شي، د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي یووالي لپاره یوه حیاتي لار بلل کېږي. خو سره له دې چې نظری ملاتړ شته، تر اوسه د عملي اقداماتو نښې محدودې دي، په ځانګړې توګه د پاکستان له لوري.

د مې میاشتې پر ۲۵مه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره ټیلفوني خبرې کړې. دواړو لورو د “ټرانس‌افغان رېل‌لار” د پرمختګ، همغږۍ او د چوکاټي سند د نهايي کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا خپره شوې اعلامیه دا خبرې د یو مثبت پرمختګ په توګه یاده کړې، خو دا نه ده روښانه شوې چې دا اړیکه د کوم لوري له خوا نیول شوې وه.

ټرانس‌افغان رېل‌لار پروژه، چې د “افغان-ترانس” په نوم هم یادېږي، د ۵۷۳ کیلومتره اوږدې کرښې جوړولو پلان لري. دا کرښه به له ترمذ (ازبکستان) څخه پیل شي، د مزارشریف، کابل او جلال‌اباد له لارې به تورخم ته ورسېږي او هلته به له پاکستان سره نښلول کېږي.

تمه ده چې د دې کرښې په بشپړېدو سره به د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د مالونو د لېږد موده له ۳۵ ورځو څخه ۳۵ ساعتونو ته راکمه شي – چې دا به نه یوازې د وخت سپما وکړي، بلکې ترانزیتي لګښتونه به هم کم کړي.

دا هم ولولئ:  خلک په کابل کې له زړو افغانیو شکایت کوي

اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت

د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ د لا مؤثرې سوداګرۍ زمینه برابروي.

افغانستان به له یوه منزوي هېواد نه، د ترانزیتي لارې پر یوه مهم دهلېز بدل شي.

د سیمې اقتصادي یووالي ته لاره هواروي، چې دا به د سیمې پر سیاسي ثبات هم مثبته اغېزه ولري.

د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د باور، همکارۍ او اقتصادي اتکا نوې فضا رامنځته کوي.

د افغانستان لپاره د کال سلګونه میلیونه ډالر د ترانزیټي عوایدو چانس زیاتوي.

د پروژې پر وړاندې خنډونه

که څه هم درې‌واړه هېوادونه پروژه مهمه بولي، خو تر اوسه ورته نه مشخصې مالي سرچینې معلومې دي، نه هم د پانګوالو قناعت حاصل شوی. د ازبکستان او افغانستان حکومتونه وايي چې د نړیوالو شریکانو مرسته غواړي، خو پاکستان تر اوسه په دې برخه کې کوم بانک یا مالي تمویل کوونکی راجلب کړی نه دی.

د ټاپي پروژې تجربه ښيي چې پاکستان کله ناکله ژمنې کوي، خو عملي ګامونه نه اخلي. دا اندېښنه د ټرانس‌افغان پروژې په اړه هم شته.

ټرانس‌افغان پروژه یوازې یوه اقتصادي نقشه نه ده، بلکې د افغانستان لپاره یو حیاتي فرصت دی چې خپل ستراتیژیک موقعیت د عایداتي سرچینې په توګه وکاروي. که دا پروژه عملي شي، افغانستان نه یوازې له اقتصادي پلوه، بلکې د سیمه‌ییز سیاست له اړخه هم له انزوا څخه وتلی شي. خو د دې لپاره لازم دي چې درې‌واړه هېوادونه، په ځانګړي ډول پاکستان، د خبرو تر څنګ عملي اقدامات هم وکړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button