ټرمپ پر طالبانو د فشار راوړلو نوي لارې لټوي

امریکايي خپرونې فارن پالیسي په یوه مقاله کې ویلي چې له طالبانو څخه د امریکايي وسلو د بېرته ستنولو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه، د دې څرګندونه کوي چې هغه پر دې ډلې د فشارونو د نویو وسیلو په لټه کې دی.
د مقالې له مخې، ټرمپ غواړي د دې غوښتنو له لارې، په طالبانو کې د امریکا له لاسه وتلی نفوذ بېرته ترلاسه کړي.
په مقاله کې راغلي:
«په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور، د طالبانو پر وړاندې د فشار وسیله وه، خو کله چې واشنګټن له دې هېواده ووت، نو دا امتیاز یې له لاسه ورکړ.»
د امریکا نفوذ ته هڅه
د “فارن پالیسي” د راپور له مخې، متحدایالتونه له افغانستانه له وتلو وروسته، تل هڅه کړې چې پر طالبانو خپل اغېز وساتي.
په مقاله کې راغلي:
«د امریکایي وسلو بېرته راګرځول ناممکن ښکاري، ځکه طالبان دا تجهیزات د امریکا د ماتې سمبول بولي او هغه خپله ارزښتناکه بریا ګڼي.»
د طالبانو غبرګون
فارن پالیسي زیاته کړې، طالبانو تر اوسه د ټرمپ وروستي غوښتنې ته رسمي ځواب نه دی ویلی، خو مخکې یې د ټرمپ دا غوښتنه رد کړې وه او ان داسې ښکاري چې له امریکا یې د نورو وسلو د ورکړې غوښتنه کړې وه.