نړیوال خبرونه

ټول هېواد کې نن د شهید اونۍ لمانځل کیږي

ټول هېواد کې نن د شهید اونۍ لمانځل کیږي د سنبلې د مياشتي اتلسمه چې هر کال ددولت له خوا د شهيدانو د اونۍ په مناسبت په شاندارو مراسمو په ترڅ ګې لمانځل کيږي.او حکومت ورته امنیتې تدابیر نیولي تر څو د یو نا څاپي پېښو نه مخنیوۍ وشي.

هر کال د سبلې ۱۸ د مجاهدينو د او شمالې ټالوالي د مشر احمد شاه مسعود د مړيني له ورځی سره سمون خوري. په ټول هېواد کې شمالي ټلوالې دغه ورځ ښه په جوش او جزبې سره لمانځي ددغې ورځي په مناسبت د احمد شاه مسعود پلويان د پلازمينې کابل او په تيره بيا په شمالي ولايتونو کې په زيات شمير کې له داسي موټرانو ،موټرسايکلانو سره واټونو ته راوزي او ټول کابل کې ګرزي. د مسعود پلويانو د اکنتي ځواکونو ينيفورم په تن وړې او درنې سلاوو له ځانونه سره ليږدوي، لاري کوڅي بندوي، هر ځای هوايې ډزي کوي داسي ډزي ته به وايې په کابل ښه درنه جکړه روانه وي، له هري خوا کابل ميشتي وګړي له سخت ځور او ګړاو سره مخ وي.

د کابل هز وګړۍ پر ځای چې چې د مجاهيدنو د پخواني مشر احمد شاه مسعود روح ته دعا وکړي بلکي له ددې ورځي د سختۍ او کړواو له امله ورته ښيراوي کوي او له دې په تنګ دي چې دا ورځ بايد لغوه او د کابل ميشتو په ګډون زيات خلک له دغه مشکلاتو خلاص شي. د یادولو وړ ده چې ددې ورځي په مناسبت څو.ځله د احمدشاه مسعود د پلويانو او عامو خلکو ترمنځ خونړۍ جکړي هم شوي ، هر کال د احمدشاه مسعود د پلويانو له خوا د هغه د تلين د لمانځنې په خوشاله کې ګڼ کسان هم مري.

هېره دې نه وي چې تير کال هم د افغان ځواکونو او مسعود د پلويانو تر منځ سخت اخ ډب رامنځته شو چې بيا وروسته په لوی سياسي مشکلاتو بدل شو. تير کال د کورنيو چارو ارشد سلاکار خوشال سعادات د هغو کسانو مخه ونيوله چې په کابل ښار کې په دغه ورځ راوتلي او هوايې ډزي يې کولي، په لارو کوڅو کې يې خلک وهل او ډبول که څه هم خوشال سعادات ددغو کسانو مخه ونيوله خو دغه پيښه دومره لويه شوه چې ان افغان حکومت اړ شو چې خوشال سعادات د خپلې چوکی نه لرې کړي.

افغان دولت هز کال د شهيد د اونۍ په پلمه د احمد شاه مسعود د تلين لپاره په ميلينونو افغانۍ مصرف او لګوي.خو داوار افغان حکومت د شهيد د اونۍ د لمانځنې په پار يو.کميسون هم جوړ کړي چې تيره ورځ دغه کميسون يوه اعلاميه هم خپره کړي چې په دغه اعلامیه کې په شماروار ډول ويل شوي. باید عامه نظم ګډوډ نشي. دويي لیکلي چې هیڅوک حق نه لري چې امنیتي یونیفورم واغوندي. همداراز دويي لیکلي چې باید هیڅوګ بې اسناده موټرو کې راونه وزي.

ټول هېواد کې نن د شهید اونۍ لمانځل کیږي
ټول هېواد کې نن د شهید اونۍ لمانځل کیږي

اوس دولت پکار دا ده چې باید ټول امنیتي مسولینو ته لارښوونه وکړي چې هر کال باید دا ورځ لپاره امنیت وساتي او داسې یو مېکانېزم ورته جوړ کړي چې د خلکو امنیت پکې خوندي وي ځکه پروسه کال هم په دې ورځ ډېرې زیاتې ستونزې رامنځته شوې وې او ان تر دې چې خلکو ته ېې مرګ ژوبله اړولې وه.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button