نړیوال خبرونه

پامپیو: د ټاکنو پایلې له نږدې څارو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنو پایلې له نږدې څاري.

هغه سعودي عربستان ته په سفر دئ.

نوموړي عربستان کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال څرګنده کړې، چې زه د افغانستان په اړه زیات څه ویل نه غواړم، خو د ټاکنو پایلې له نږدې څارو.

د هغه په وینا، مونږ غواړو ډاډمن شو، چې افغانستان کې هر څه سم روان دي او مخکې له دې چې ناوخته شي، په اړه یوه مختصره اعلامیه خپره کړو.

پامپیو لومړنی رسمي امریکايي چارواکی دی چې د افغانستان د ټاکنو پایلو په اړه نظر ورکوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسون اشرف غني د ولسمشرئ ټاکنو ګټونکئ اعلان کړئ

خو د عبدالله عبدالله په شمول یو شمېر نوماندانو د ټاکنو د پایلو د نه منلو اعلان کړئ او د همه شموله حکومت جوړولو غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې بیا د ټاکنو کمېسون اشرف غني ته د بریالي نوماند باورليک وزرکړئ.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *