پاکستانۍ رسنۍ: په چین کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرو کې پرمختګ شوی

پاکستانۍ رسنۍ په ارومچي کې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درېاړخیزه غونډه د ډیپلوماټیکو اړیکو په برخه کې یو مهم پرمختګ بولي، که څه هم امنیتي ننګونې پر خپل ځای دي.
د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د ارومچي غونډه د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په ډیپلوماټیکو اړیکو کې یو مهم پړاو ګڼل کېږي. د دغې ناستې په اړه بېلابېلې پاکستانۍ رسنۍ خپلې شننې خپرې کړې دي. که څه هم په پیل کې داسې انګېرل کېده چې دا غونډه بې پایلې ده، خو اوس ډېری خبري سرچینې هڅه کوي دا یو ډیپلوماټیک پرمختګ وښيي.

په ارومچي کې د درېاړخیزې ناستې په اړه د پاکستانۍ رسنۍ نظر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت جګپوړو چارواکو ویلي چې دغه ناسته په بشپړه مانا منځګړیتوب نه و، بلکې د وروستي تاوتریخوالي د کمولو لپاره د نظرونو تبادله وه. د ډان په څېر معتبرې دغه رسنۍ لیکلي چې دا غونډه وروسته له هغه لومړی مهم تماس و، چې پاکستان پر افغانستان بېدلیله بریدونه کړي وو. د دغو پاکستانۍ رسنۍ په وینا، چین هڅه کوي چې د سوداګریزو لارو په بیا پرانیستلو سره د دواړو خواوو ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي.
نورې پاکستانۍ رسنۍ هم خبر ورکوي چې اسلاماباد د سخت اقتصادي فشار لاندې دی او له افغانستان سره د ترانزیټي لارو بندېدل دغه فشار نور هم زیات کړی دی. د همدې اړتیا له مخې، ځینې پاکستانۍ رسنۍ په دې باور دي چې حکومت غواړي له کابل سره په سوداګریزه برخه کې نرمښت وښيي ترڅو خپل اقتصاد له رکود څخه وژغوري.

د ټي ټي پي موضوع او د پاکستانۍ رسنۍ راپورونه
د امنیتي مسایلو په اړه د کابل او اسلاماباد ترمنځ اختلافات لا هم پر خپل ځای پاتې دي. ډېری پاکستانۍ رسنۍ په خپلو راپورونو کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د پټنځایونو یادونه کوي او ادعا کوي چې پاکستان په دغه غونډه کې یو ځل بیا خپلې امنیتي اندېښنې تکرار کړې دي. د دغو پاکستانۍ رسنۍ د معلوماتو له مخې، اسلاماباد غواړي چې افغان ځواکونه دې د ډیورنډ کرښې پورې غاړه په خیبر پښتونخوا کې د وسلهوالو پر ضد جګړه کې ورسره برخه واخلي.
خو افغان لوري په پوره څرګند ډول دا غوښتنه رد کړې او ټینګار یې کړی چې د پاکستان دننه فعالیتونه د دوی مستقیم مسوولیت نه دی. سربېره پر دې، افغانستان ویلي تر څو چې پاکستان د سوداګریزو لارو د نه بندولو کلک تضمین ورنه کړي، له دغه هېواد سره به سوداګري بېرته پیل نه کړي. دغه ټول جزیات چې بېلابېلې پاکستانۍ رسنۍ یې خپروي، ښيي چې که څه هم ډیپلوماټیکې خبرې پیل شوې دي، خو د باور جوړونې لپاره لا هم اوږده لاره پاتې ده.

په پای کې، چین له اسحاق ډار او افغان پلاوي غوښتي چې دا بهیر ژوندی وساتي. د پاکستانۍ رسنۍ د راپورونو پر اساس، افغان لوري دا ځل د تایید وړ میکانیزمونو په اړه خبرو ته عملي چمتووالی ښودلی دی، چې دا په خپله د راتلونکي لپاره یوه مثبته نښه بلل کېدای شي.



