نړیوال خبرونه

پاکستان افغانستان سره د کويډ١٩ ناروغی لپاره د توکو مرسته وکړه

پاکستان افغانستان سره د کويډ١٩ ناروغی لپاره د توکو مرسته وکړه.د پاکستان حکومت د کووید-۱۹ ناروغۍ اړوند په ۷ کانتینرو سمبال توکي او ګڼ شمېر وسایط د کرونا وبا مخنیوي لپاره د سه شنبې په ورځ افغانستان ته وسپارل.

د سپارلو مراسم چې په تورخم کې ترسره شوي د افغانستان او پاکستان د روغتیا ګډو چارواکو په کې برخه اخیستې وه.په مرسته شوي توکو او وسایطو کې د کرونا ناروغۍ اړوند درملونه، د اکسیجن ډبې، وینټیلیټرونه او داسې نور لوازم شامل دي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ګډ سوداګریز تړون ته وسپارل شول.دا توکي به د کرونا مخنیوي په خاطر وکارول شي.

20210707 151940

افغان روغتیایي چارواکو په دې اړه ناستې غونډې ته وویل، افغانستان کې د ویروس دلتا بڼه خپره شوې چې د نورو په پرتله ۶۰ سلنه چټکه خپریږي، په دې اړه اوسمهال افغانان اکسیجن او نورو تجهیزاتو ته ډيره اړتیا لري.اوباید په همدې برخه کې ورسره کومکونه وشي تر څو د دې ژر تر ژره مخنیوی وشي.

د پاکستان د ګمرکونو عمومي مشر اصف محمود چې د ناستې په مراسمو کې ځانګړی میلمه و وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز تړون د کرونا وبا له کبله ډیر زیان لیدلی، خو څرنګه چې وضعیت نورمال شي د دواړو لوریو په همکارۍ سره به د سوداګرۍ فعالیتونه وده ومومي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې تېره ورځ ۱۵۵۶ د کووید-۱۹ ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې ۵۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹۳۲ بېرته روغ شوي دي.په ورته وخت کې پاکستان کې ۱۵۱۷ کسان په کرونا اخته شوي او ۱۷ ناروغان مړه شوي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button