لوبې خبرونه

پاکستان افغان لوبغاړو ته ويزې ورکړې

ټاکل شوې ده چې افغانستان د سریلانکا په کوربتوب له دغه هېواد سره «۳» پنځوس اوریزه سیالۍ ترسره کړي، تېره شپه پاکستان رسنیو خبر ورکړ چې افغان لوبغاړو ته پاکستانۍ وېزې ورکړل شوې چې د اسلام اباد څخه به دوبۍ او له دوبۍ څخه به سریلانکا ته سفر وکړي.

افغان لوبغاړو ته له وېزو ورکولو وروسته د پاکستان «سماء» تلویزیون لیکلي دي” د اشرف غني په دوره کې د افغان کرکټ بورډ، لوبغاړو او مینه والو د نامناسب چلند سره سره هو پاکستان سخاوت «زړۀ سوندي» ښودلې او افغان لوبډلې ته یې د پاکستان ویزې ورکړي.

دغه ویب پاڼې لیکي چې افغان کرکټ بورډ ۴ کاله وړاندې د پاکستان خلاف سیالۍ لغوه کړې او هر ډول اړیکې یې پرې کړې، په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې افغان کرکټ مینه والو پاکستاني کرکټ مینه ووهل.

20210823 110837

د دغه ویب پاڼې په راپور کې راځي چې د ۲۰۱۸ م کال اسیاجام کې افغان لوبغاړو د پاکستان لوبغاړو خلاف سخته بد اخلاقي هم وکړه، په خاص ډول د راشدخان مغزه خو اووم اسمان کې و.

راپور زیاتوي چې دا د ټولو ناحوالو سره سره هم پاکستان کرکټ بورډ دوی ته په ښه طریقه ځواب ورکړ او د مرستي په لومړي مقام کې ورسره دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button