پاکستان : افغان مهاجرین بايد اوس بېرته خپل ملک افغانستان ته ستانه شي

پاکستان : افغان مهاجرین بايد اوس بېرته خپل ملک افغانستان ته ستانه شي. د ۤپاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان کډوال باید اوس بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
دپاکستاند بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون د خپلې اونیزې خبرې غونډې پر مهال وویل چې: « موږ باور لرو چې افغان کډوال باید همدا اوس بیرته ستانه شي . د کډوالو په اړه د پاکستان – افغانستان کاري ډله فعالیت لري. موږ په افغانستان کې هیڅ ځانګړې موخه نه لرو. موږ یوازې په افغانستان کې د سولې ټینګښت او د تاوتریخوالی پای ته رسېدل غواړو، موږ غواړو چې د افغانستان او پاکستان پولې خوندي وي

زاهدحفيظ چوهدري وایي چې په پاکستان کې شاوخوا درې ميليونه افغان کډوال ميشت دي او په وینا یې دغه هېواد نه غواړي چې د افغانستان امنيتي وضعیت لا پسې خراب شي او پاکستان ته د نورو افغان کډوالو چوپې ورماتې شي، ځکه چې دده په وینا اسلام آباد نور د افغان کډوالو ورتګ نه شي زغملای.
نوموړیوایي چې اسلام آباد له کابل سره د خپلو اړیکو د کچې راټيټول په پام کې نه لري او او نه غواړي له افغانستانه خپل سفبر وروغواړي او نه هم د دې کار هوډ لري.نوموړي په سیمه کې د چین مهم رول ته په نغوتې سره وویل چې بیجننګ او اسلام آباد دواړه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کوي، خو هند یې په افغانستان کې د ویجاړوونکي رول په ترسره کولو تورن کړ.
دپاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې اوس ددې وخت رارسېدلی دی چې افغان حکومت خپلې ټولې هڅې ددغه هېواد پر سیاسي حل لارې متمرکزې کړي ځکه چې په وینا یې د افغانستان د کشالې حل یوازې له سیاسي لارې شونی دی.