پاکستان امریکا ته د اډو د ورکړې خبرونه بې بنسټه وبلل

پاکستان امریکا ته د اډو د ورکړې خبر بې بنسټه وبله. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځل بیا هغه خبرونه بې بنیاده وبلل، چې ګواکي پاکستان له افغانستانه وتونکو امریکایي فوځیانو ته اډې ورسپاري.
شاه محمود قریشي له پاکستاني تلویزون «جیو» سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم مهاله د سولې د خبرو د وړاندې تګ په تمه دي او هیڅ داسې اراده نه لري، چې امریکایي عسکرو ته په افغانستان کې اډې ورکړي.هغه وړاندې په پاکستان کې د امریکایي اډو د جوړېدو په تړاو خپاره شوي راپورونه بې اساسه وبلل او په خبره يې ټولو سیاسي ګوندونو ته یې ویلي، چې پاکستان امریکا ته اډې نه ورکوي.
د هغه په خبره امریکا به ضرور د اډو د درلودلو تمه لري، خو هیڅ داسې سوال نه پيدا کېږي چې موږ دې هغوی ته نظامي اډې ورکړو.د قریشي تر څرګندونو وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي وو، چې امریکايي استخبارات پر افغانستان د ځار لپاره په پاکستان کې د اډو درلودلو په هڅه کې دي او پاکستان هم په مشروط ډول د اډو ورکول منلي.

د یاد راپور په حواله، پاکستان امریکا ته د اډو ورکولو هوکړه کړې، خو شرط یې اېښی چې په افغانستان کې په نښه کېدونکی هر هدف باید لومړی د پاکستان له لوري تائيد شي.هغو ویلي باید افغانی عسکرو ته په پاکستان کې ټریننګونه ورکړل شي.
تېره ورځ د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار «جیک سلیوان» په یوه خبري ناسته کې وویل، چې له پاکستان سره یې په پوځي او نظامي برخه کې ګټورې خبرې درلودې.بلخوا ته طالبانو بیا ګواښ کړی، که د سیمې هیوادونه بهرنیو پوځيانو ته اډې ورکړي، نو ناوړه پایلې به ولري.