سپورټ

پاکستان او هند اسیا جام سیالیو کې ۴۱ کاله وروسته له یو او بل سره مخامخ کېږي

اړند خبر:

کرېکټ؛ د افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش برخلیک نن ټاکل کېږي!

هندي رسنۍ وايي، د اسیا جام په ۴۱ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره هند او پاکستان پایلوبې کې مخ شول

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو پایلوبې ته هند او پاکستان لاره پیدا کړې ده. دا د اسیا جام په ۴۱ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی، چې هند او پاکستان په پایلوبه کې سره مخ کېږي.

پاکستان د څلور غوره لوبډلو په پړاو کې بنګله دېش ته د ۱۱ منډو په توپیر ماته ورکړه او د اسیا جام پایلوبې ته یې لاره ومونده.

هند له دې وړاندې لا د دغه جام پایلوبې ته لاره موندلې وه، خو تېره شپه یې په یوې په زړه پورې لوبه کې د سریلانکا پر وړاندې یو ځل بیا بریا خپله کړه چې د روان شل اوریز اسیا جام سیالیو کې یې هېڅ لوبه ونه بایلله، او تر پایلوبې بې ماتې پاتې شو.

هند تېره شپه  د سریلانکا لوبډلې پر وړاندې  د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۳ منډو ستر هدف کېښود. د سریلانکا لوبډلې په خورا ښه توپوهنې وکولی شو چې د پنځو لوبغاړو له لاسه ورکو سره ۲۰۲ منډې وکړي او لوبه مساوي کړي.

د کرکټ اصولو سره سم لوبه سوپر فور پړاو ته لاړه، خو په دغه پړاو کې سریلانکا له هند څخه ماته وخوړه.

که څه هم هند ستر هدف ایښی وه، خو تر هنده د سریلانکا لوبډله زیاته وستایل شوه چې د دغه هدف رسېدو لپاره یې سخته مبارزه وکړه.

همداراز د سریلانکا پاتوم نیسانکا لومړنی لوبغاړی شو چې سږني شل اوریز اسیا جام کې یې سل منډې وکړې.

د ټاکل شوي مهالوېش سره سم د اسیا جام دا تاریخي او جالبه پایلوبه به سبا (یکشنبه، د سپټمبر ۲۸مه) ترسره شي.

د کرکټ چارو کارپوهان په وینا، که څه هم پاکستان پایلوبې ته لاره موندلې، خو د هند پر وړاندې پیاوړې نه ښکاري او باور ښيي.

بلخوا پاکستاني کرکټ مینوال خوښ دي چې که څه هم لوبډلې یې دغه جام کې ښه پیل نه و کړی خو تر پایلوبې یې لاره پیدا کړه.

د یادولو ده چې اسیا جام تراوسه اته ځله، شپږ ځله سریلانکا او دوه ځله پاکستان ګټلې دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button