نړیوال خبرونه

پاکستان د خپل ملي امنيت پنځه د کلنې پاليسی اعلان وکړ

د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ کې د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ غونډه شوې، چې په کې يې د ملي امنیت تګلارې منظوري ورکړې او د پنځو کلونو لپاره يې د پاليسۍ اعلان کړی دی د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ کې د دغه هېواد د ملي امنیت شورا غونډه کې د پاکستان پر کورنۍ او نړیوال امنیت خبري شوې دي

دغه خبرپاڼه وایي، دې غونډې کې له ۲۰۲۲ عیسوي کاله تر ۲۰۲۶ پورې د ملي امنیت تګلارې منظوري هم ورکړې ده تراوسه د دغې تګلارې جزييات نه دي ډاګه شوي، خو په دې خبرپانه کې د لومړي وزیر خان له خولې ویل شوي، هېواد يې د هر ډول کورني او بهرني خطر سره د مبارزې جوګه دی

نور یی ولوله | ګاک شرکت اوس هم په کابل هوايې ډګر کې فعالیت کوي

د لومړي وزیر له دفتره په راغلي بیان کې ویل شوي، چې په دې غونډه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو، دفاع، اطلاعاتو، کورنیو چارو، مالیې، بشري حقونو وزیرانو او لوړ پوړو پوځي او ولسي چارواکو په کې شتون درلوده

د پاکستان د ملي امنیت شورا تر غونډې وروسته که څه هم په خپرې شوې خبرپاڼه کې د افغانستان ذکر نشته، خو ګڼو پاکستانیو رسنیو تر دې غونډې وړاندې داسې راپورونه خپاره کړي وو، چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر حالاتو هم خبري کېږي خبریال او څېړونکی طاهر خان زیاته وي، په دې غونډه کې به د افغانستان ذکر هم خامخا شوی وي، خو د ده په خبره پاکستان نه غواړي، چې ځينې خبرې رسنی ته وايي د پاکستان د ملي امنیت شورا شپږدېرشمه غونډه د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ کې داسې مهال شوې، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت جوړ شوی او خپله پاکستان بیا له پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو راپورونه ورکړي وو

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button