Uncategorized

پاکستان د سلسله عليخېل په قضیه کې نیول شوي کسان ازاد کړل

پاکستان د سلسله عليخېل په قضیه کې نیول شوي کسان ازاد کړل.د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید یو ځل بیا خپله سپین سترګي ښکاره کړه او د سلسله عليخېل تښتول یې د پاکستان د بدنامۍ هڅه یاده کړه.

او وې ویل چې داسې هېڅ پېښه نه ده شوې،دوي وايي د افغان سفیر لور په خپله تللې وه او چا نه ده تښتولې.له پاکستاني رسنیو سره په یوه خبري ناسته کې شیخ رشید وویل، چې هغه کسان چې د افغان سفیر د لور د تښتولو په ډرامه کې نیول شوي و، بېرته خوشې شوې دي.هغه وویل، چې دا ټېکسي چلوونکي غریب او بې ګناه خلک و،

دوی د خپلې کورنۍ لپاره نفقه پېدا کوي، سهار له کوره راوځي او ماښام بېرته د خپلو اولادونو لپاره خپلو کورونو ته ځي.شیخ رشید دا هم وویل، چې کله د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي راشي، نو ټول اسناد به ورته وړاندې کړم،چې د افغان سفیر لور په ۶ ټېکسیانو کې تللې وه،

20210731 150201

دوی ته یې د کرایه تر څنګ بخشش هم ورکړی و.هغه دا هم وویل، چې ټولې ویډیوګانې او نور اسناد مې هم د بهرنیو چارو وزارت ته ورکړي دي، دا نور د هغوی کار دی او زه په دې کې هېڅ کار نه لرم.د یادولو وړ ده چې په اسلام اباد کې د افغان سفیر لور سلسله عليخېل تښتول شوې وه،

او په غبرګون کې یې ولسمشر له پاکستان نه سفیر او ډیپلوماټان هم راوغوښتل او د پاکستان له حکومت یې غوښتنه وکړه، چې په دغه قضیه کې ښکېل کسان دې ونیسي او د افغان سفیر د امنیت ډاډ دې ورکړي، نو بیا به سفیر ورولېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button