ځاییسیمه ییز خبرونه

پاکستان د چمن پر پرلت کوونکو مخابراتي شبکې بند کړي

پاکستان په چمن کې پر هغو پرلت کوونکو چې د چمن پر دراوزه یې د پاسپورټ پر ضد پرلت وهلی، مخابراتي شبکې بندې کړي دي

په پاکستان کې د وروستیو ناامنیو وروسته ددغه هېواد پوځ پر افغان کډوالو زور زیاتی زیات کړی، د دوی کاروبارونه یې له منځه وړي، له کورونو یې ایستلي او نورې ستونزې یې ورته جوړې کړي دي.

نور ولولئ: طالبان: پاکستاني پولیسو پر افغان کډوالو ژوند تریخ کړی

د سوېلي پښتونخوا چمن اوسېدونکو، سوداګرو او د ځايي سیاسي ګوندونو غړو دوه ورځې وړاندې پر سپین بولدک ـ چمن دروازه په پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون پرلت وهلی او نن د (لړم ا نېټه) هم دوام لري.

پرلت کوونکي وايي، تر هغه به پرلت غځوي چې د پاکستان حکومت له لوري یې غوښتنې نه وي منل شوې.

ددې پرلت درې ورځې کېږي

پرلت کوونکو تېره ورځ ویلي و چې د پاکستاني پاسپورټ اخېستلو له بهیر سره یې پرېکون اعلان کړی.

په چمن کې د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي: «د پرلت په شاوخوا سیمه کې انټرنیټې خدمتونه او تلفیوني شبکې راباندې بندې شوې دي، ځکه چې زموږ دغه اعتراض خاموشه شي. خو موږ له خپلو غوښتنو هیڅکله نه تېریږو. موږ به تر هغه وخت دلته ناست یو تر څو مو چې غوښتني نه وي منل شوې.»

نور ولولئ: امرالله صالح وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د باج اخیستو لپاره چل دی

د پاکستان د حکومت له لورې پرېکړه شوې چې د سپین بولدک ـ چمن په دوازه تګ راتګ به په پاسپورټ او ویزه تر سره کیږي.

پرلت کوونکي د‌ پاکستان پر حکومت نیوکې کوي. او وايي پاکستان په لوی لاس غواړي دلته د مېشتو قبایليو کاروبار زیانمن کړي.

پر پولو کې هم پر تګ راتګ محدودیتونه زیات شوي

د خدای میرخان اڅګزي په نوم د چمن ښار یو قومي مشر وايي: «حکومت ظالم دی، غواړي دلته پر موږ د ژوند کولو کړۍ تنګه کړي خو موږ د پاکستان هرې ناروا غوښتنې ته هیڅکله نه تسلیمږو. موږ په دغه دروازه د تګ راتګ له پاره پاسپورټ نه منو.»

له تېري یوې میاشتې راهیسې د سپین بولدک ـ چمن په دروازه باندې د پاکستاني ځواکونو له لوري، افغان مساپرو او ځایي سوداګرو ته ستونزې جوړیږي او په هرو دوو ورځو کې یاده لاره په ځنډني ډول د تګ راتګ پر مخ تړل کیږي.

همدارنګه په سوېلي پښتونخوا کې د بشري حقونو فعال حمیدالله پرلت ته د وینا پر مهال وايي: «موږ هیڅلکه د پنجاب دا ډول پرېکړې نه منو. دا هیڅ امکان نه لري چې موږ له خپل کوره بیا تر کار ځایه پر پاسپورټ تګ راتګ کړو.»

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې پاکستان کې ځانمرګي او نور وسله والو بریدونه زیات شوي چې پاکستان او ددې هېواد پوځ یې وارخطا کړی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button