افغان کډوال
پاکستان غواړي چې د اې سي سي کارت لرونکي افغانان وباسي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هلته د «ACC» کارت لرونکو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د مارچ تر ۳۱مې له پاکستانه ووځي یا به په جبري توګه ایستل کېږي.
یاد وزارت پرون (جمعه د حوت ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې پروسه کې به د افغان تابعیت کارت لرونکي او «غیرقانوني بهرني اتباع» هم بیرته ستانه شي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې غیرقانوني کډوال دې تر ټاکل شوې نېټې پورې په عزت سره له پاکستانه ووځي، ګېني د دوی د ایستلو لړۍ به د اپریل له لومړۍ نېټې پیل شي.
د راپورونو له مخې چې د پاکستان دا اقدام به پر هغو ۹۰۰ زره افغان کډوالو اغېز وکړي چې د «ACC» کارتونه لري.
اې سي سي د افغان کډوالو د پېژندنې هغه کارت دی چې په ۲۰۱۷ کې د افغانستان او پاکستاني حکومت ترمنځ د هوکړې له مخې په یاد هېواد کې ۸۴۰ زره افغان کډوالو ترلاسه کړ.