لوبې خبرونه

پاکستان له افغانستان نه لوبه وګټله

 افغانستان   افغانستان

د کرېکټ نړيوال شل اوريز جام سياليو کې پاکستان له افغانستان نه په پنځو  لوبغاړو لوبه وګټله. د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه افغانستان په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۷ منډې وکړې  چې په ځواب کې يې

پاکستان د نولسم اور په وروستي توپ هدف پوره کړ په توپ وهنه کې د افغان لوبډلې د پيل لوبغاړي ژر وسوځېدل خو د پای لوبغاړو ګلبدين نايب ۳۵، محمد نبي ۳۵ او نجيب الله ځدراڼ ۲۲ منډې جوړې کړې په توپ اچونه کې د پاکستان عماد وسيم دوه، شاهين شاه اپريدي، حسن علي، حارث روف او شاداب خان يوه يوه وېکټه واخيسته. په توپ وهنه کې بيا د پاکستان لپاره لوبډلمشر بابر اعظم ۵۱، فخر زمان ۳۰ او اصف

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

علي چټکې ۲۵ منډې جوړې کړې افغان توپ اچونکو کې راشد خان د ۲۶ منډو په ورکولو دوه لوبغاړی وسوځول  مجيب رحمان ځدراڼ بيا د ۱۴ منډو په ورکولو سره يوه لوبغاړی وسوځاوه. لوبډلمشر محمد نبي او نوين الحق لوبغاړی وسوځول هم يوه يوه افغان لوبډله کې کوم بدلون نه و راغلی او د تېرې لوبې ټول لوبغاړي د دې سيالۍ لپاره غوره شوي وو د کرېکټ نړيوال جام په بله لوبه کې وېسټ انډيز بنګله دېش ته په دريو منډو ماته ورکړه

بنګله دېش د پچې له ګټلو وروسته وېسټ انډيز ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه چې وېسټ انډيز په شلو اورو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې وکړې بنګله دېش ونتوانېد دغه هدف پوره کړي د پنځو لوبغاړ په سوځېدو او د دريو منډو په توپير يې سيالي وبايلله

افغانستان لوبډلی ډیره هڅه وکړه چی پاکستان لوبډلی لوبغاړی ژر وسوځوی  خو ۱۹  اوره کی کریم جنت توپ اچونکی  ۴ شپږیزی  اصف علی ته ورکړی او پاکستان سیالی پخبل نوم کړه

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button