لوبې خبرونه

پاکستان له افغان لوبډلې سره د لوبغالي او تمریناتي لوبې بدلېدل غواړي

د نړیوال جام د رسمي مهالوېش له خپریدو مخکې پاکستان د کرېکټ نړیوالې شورا ته د ځان په ګټه ځينې غوښتنې سپارلي

د کرېکټ مشهورې وېبپاڼې ‘کرېک انفو’ او د پاکستاني رسنیو له قوله، پاکستان د کرېکټ له نړیوالې شورا هیله کړي چې له افغان لوبډلې سره د دغه هېواد په ۲ پلان شویو لوبو بیا غور وکړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ لومړۍ غوښتنه دا ده چې له افغان لوبډلې سره د هند په چینای لوبغالي کې پلان شوې لوبه له اسټرالیايۍ لوبډلې سره هلته وکړي او له افغان لوبډلې سره لوبه بنګلور کې وشي.

اصلي مهال‌وېش د جون په ۲۷مه خپرېږي

که څه هم د نړیوال جام اصلي مهالوېش به د روانې جون میاشتې په ۲۷مه خپور شي، خو ویل کیږي له اسټرالیا سره د پاکستان لوبه د جون په شلمه په بنګلور او له افغانستان سره د جون په ۲۳مه په چینايي کې تنظیم شوې ده.

د دې کار دلیل چې ولې پاکستان له افغان لوبډلې سره په چینای کې لوبه نه خوښوي، دا ښودل کېږي چې چینای لوبغالی د ورو توپ اچونکو لپاره ډېر جوړ دی او که له افغان لوبډلې سره هلته مخ کېږي، پاکستان ته ښايي سرخوږی جوړ کړي.

نور ولولئ: افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د یادونې ده چې افغانستان د نړۍ ښه ورو توپ اچونکي لري او په دې وروستیو کې د هند په لوبغالو هم ښه ځلیدلي.

د پاکستان کرېکټ بورډ یوه چارواکي رسنیو ته ویلي “که دا لوبغالي له یوه بل سره بدل شي پاکستانۍ لوبډله به په دواړو لوبو ښه برلاسي وي.”

تمریناتي لوبه هم که له افغان لوبډلې سره نه وي

د پاکستان بله غوښتنه دا ده چې په نړیوال جام کې د اصلي لوبو له پیلېدو مخکې که له افغان لوبډلې سره تمریناتي لوبه هم له کوم بل هېواد سره ورته برابره شي.

د جیو نیوز تلویزون د رپوټ له مخې د پي سي بي د ننه سرچینو ورته دا غوښتنه تاید کړي او په وینا یي پاکستان غواړي دا لوبه له کومې غیر اسیايي لوبډلې سره وکړي چې ښه تجربه تر لاسه کړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د دغې غوښتنې په وضاحت کې ویلي “مونږ له نړیوال جام مخکې له افغانستان سره په اسیايي جام کې مخ یوو، ځکه نو بیا تمریناتي لوبه ورته ډېره ګټوره نده او ښه به دا وي چې له کومې غیر اسیايي لوبډلې سره خپله لوبډله و ازمويي.”

دا په داسې حال کې ده چې په اسیايي جام کې د افغانستان لومړۍ لوبې له شري لنکا او بنګله دېش سره دي خو که افغانستان او پاکستان نیمه پایلوبې یا پایلوبې ته رسیږي بیا به خپل منځي لوبې ولري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button