لوبې خبرونه

پاکستان هند نه او شري لنکا له بنګله دېش څخه سيالي وګټله

 امارات  امارات

کرېکټ نړيوال جام  دوهم پړاو  کی  پاکستان هند ته په لسو  نا سوځیدلو لوبغاړو   ماته ورکړه د کرېکټ نړيوال جام سياليو په تاريخي لوبه کې پاکستان لوبډلې هند ته په لسو وېکټو ماته ورکړه. دا لومړی ځل دی چې پاکستان له هند څخه په نړيوال جام کې سيالي ګټي.

پاکستان د پچې له ګټلو وروسته هند ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. هند په ټاکلو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۱ منډې وکړې. په توپ وهنه کې د هند پيل ښه نه وو د سره دوه لوبغاړي يې يو پر بل پسې ژر وسوځېدل خو لوبډل مشر يې وېراټ کوهلي تر ټولو ډېرې ۵۷ منډې وکړې. د ده تر څنګ رېشب پنټ ۳۹ او روندرا جډېجه ۱۳ منډې وکړې د پاکستان لپاره شاهين شاه اپريدي د دريو  لوبغاړو سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی نومومول شو. د ده تر څنګ حسن علي دوې، شاداب خان او حارث روف يوه يوه لوبغاړی ترلاسه کړه

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

په منډو جوړولو کې بيا د پاکستان لپاره محمد رضوان ۷۹ او بابر اعظم ۶۸ منډې وکړې. د کرېکټ شل اوريز جام سياليو کې( سری لینکا له بنګله دېش )څخه سيالي په پنځو لوبغاړو  وګټله سری لینکا د پچې له ګټلو وروسته مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه بنګله دېش په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۱ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې يې سری لینکا  ټاکلی هدف په ۱۹ اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ

د بنګله دېش لپاره محمد نعيم ۶۲، مشفيق رحيم ۵۷، لېټن داس ۱۶ او شکېب الحسن ۱۰ منډې وکړې د سری لینکا لپاره چېرات اسلنکا ناسوځېدلې ۸۰ منډې جوړې کړې او له دې سره غوره لوبغاړی هم ونومول شو. د ده تر څنګ بنوکا رجبپکسا ۵۳ او پتوم نېسنکا ۲۴ منډې وکړې د دغه جام دويم پړاو سياليو کې د افغانستان په ګډون ۱۲ لوبډلې ګډون کوي چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي. په لومړي ګروپ کې انګلنډ، استراليا، جنوبي افريقا، وېسټ انډيز، بنګله دېش او شري لنکا دي په دويم ګروپ کې افغانستان، پاکستان، هند، نيوزيلنډ، سکاټلنډ او نميبيا شامل دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button