افغان کډوال

پاکستان کې افغان کډوال؛ زرګونه افغانان د نیول کېدو له ویرې روغتونونو ته نه ځي

پاکستان کې افغان کډوال د نیول کېدو او جبري ایستلو د وېرې له امله روغتیايي مرکزونو ته له تګ ډډه کوي. د بې‌پولې ډاکترانو ټولنې (MSF) ویلي، دا وضعیت د ښځو، ماشومانو او ناروغانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.

د نیول کېدو وېره د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې لوی خنډ

د MSF د راپور له مخې، په پاکستان کې افغان کډوال د ناروغۍ پر مهال هم روغتونونو او کلینیکونو ته نه ورځي، ځکه اندېښنه لري چې د پاکستاني چارواکو له لوري به ونیول شي او افغانستان ته به په جبري ډول ولېږدول شي.

دغه سازمان ویلي، د دې وېرې له امله د ماشومانو د خوارځواکۍ، د امیندوارو ښځو د روغتیايي ستونزو او نورو د مخنیوي وړ ناروغیو کچه لوړه شوې ده.

MSF د جبري ایستلو د بندېدو غوښتنه وکړه

بې‌پولې ډاکترانو ټولنې د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي او هغوی ته د روغتیايي خدمتونو خوندي لاسرسی برابر کړي.

دغه سازمان همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د بشري حقونو د خوندي کولو او د هغوی د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره عملي ملاتړ وکړي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی

په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې افغان کډوال د نیولو، ځورولو او جبري ایستلو له زیاتېدونکو اقداماتو سره مخ دي. د راپورونو له مخې، هره ورځ زرګونه افغانان له پاکستانه افغانستان ته په جبري ډول ستنېږي.

تر دې وړاندې هم د کډوالو او بشري حقونو ګڼو نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی و چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت مخ په خرابېدو دی او بېړنۍ نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button