سفر خبرونه

پاکستان کې د افغان مهاجرینو ځورول دوام لري

پاکستان کې افغان مهاجرین نیول کېږي او یا د قانوني اسنادو له شتون سره سره بیا هم ځورول کېږي

په پاکستان کې د افغانستان سفارت له څه مودې راهیسې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیول کېدو لړۍ له چټکتیا سره هم‌مهاله وايي چې په تېر یوه کال کې له ۳۰۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي دي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت سرپرست سردارمحمد شکېب د تلې میاشتې په درېیمه، د دوشنبې ورځ سلام‌وطندار ته ویلي چې په تېر یوه کال کې ۲۶۰۰ افغان کډوال د پاکستان له بندخونو را خوشې شوي، خو په وینا یې، لا هم څه باندې ۸۰۰ افغان کډوال د دغه هېواد په بندخونو کې پاتې دي.

نور ولولئ: پاکستان کې د ذکریا بلوچ ځان‌وژنه؛ نورو افغان مهاجرینو هم اندېښنه ښوولي

هغه زیاتوي: «د نورو ښارونو په پرتله، په کراچۍ کې د نیول کېدو لړۍ چټکه ده. له کډوالو سره چلن هم سم نه‌دی؛ ځکه په نیول شویو کسانو کې ښځې، ماشومان او ناروغان هم شامل دي.»

دا روانه لړۍ به کله پای ته رسېږي؟

نوموړی تمه ښيي چې په دغه هېواد کې به د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پای ته ورسېږي او نور به هغوی د پاکستاني پولیسو له لوري نه ځورول کېږي. سردارمحمد شکېب دغه راز، هیله‌مندي ښيي چې افغانستان ته به د یادو بندیانو د لېږد لپاره هم مشخصه تګلاره جوړه شي.

په پاکستان کې یوشمېر مېشت افغان کډوال هم وايي چې د پولیسو له لوري د دوی د نیولو لړۍ چټکتیا وېرولي او په ډار سره شپې او ورځې تېروي. امیر چې دوه کاله وړاندې پاکستان ته کډوال شوی، وايي چې پولیسو یې دوه ځامن نیولي دي.

نوموړی زیاتوي: «هر څوک چې سندونه ونه لري، نیول کېږي او پولیس یې ځوروي. دواړه ځامن مې چې کار ته تللي وو، دوه اوونۍ کېږي چې نیول شوي. ډېره هڅه کوم چې را خوشې یې کړم، خو نشم کولای؛ ځکه سندونه نه لري.»

یاد هېواد کې د افغان مهاجرینو شکایتونه

په پاکستان کې یوه بله افغان کډواله شګوفه هم وايي: «موږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ یوو؛ نیول دوام لري. خلک نیسي او د پیسو په بدل کې یې بېرته خوشې کوي؛ همدا لامل دی چې موږ له کوره دباندې نه شوو وتلی. د بندیانو په څېر یوو؛ ځکه وېرېږو چې و نه نیول شوو.»

نور ولولئ: دپېښور په کمپونو کې افغان مهاجرین خپل ژوندڅنګه تېروي؟

د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیولو دوام د طالبانو د چارواکو او په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت غبرګونونه هم را پارولي دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخوا د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف‌ علي‌خان دراني سره د لیدنې پر مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول کېدو ته په اشارې ویلي چې باید له هر ډول اقدام څخه چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېزې کوي، ډډه وشي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button