هنر او ادب

پاکستان کې د افغان هنرمندانو نامعلوم برخلیک

پاکستان کې افغان هنرمندان وايي، دوی له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي

په افغانستان کې د جمهوري حکومت تر سقوط وروسته يو شمیر سندرغاړي د هېواد پرېښودو ته اړ شول چې ډېری يې پاکستان ته کډوال شوي. دغه هنرمندان وایي پاکستان کې د خپلو اولادونو راتلونکي ته انديښمن دي.

د پښتو موسیقۍ افغان سندرغاړی بریالی صمدي هم په هغو سندرغاړو او هنرمندانو کې شامل دی چې پاکستان ته کډوال شوي دي. هغه د طالبانو د حکومت په لومړۍ دوره کې هم اړ شوی وو چې پېښور ته وکوچيږي. خو په ۲۰۰۱ م کال کې نوموړی له هغو لومړیو افغان سندرغاړو وو چې د طالبانو رژیم تر نسکورېدو وروسته له پېښوره کابل ته ستون شوی و.

نور ولولئ: د افغانستان دننه او بهر د هنرمندانو ناوړه وضعیت اندېښنې رامنځته کړې دي

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط سره سم، د هېواد يو شمیر سندرغاړي، هېواد پرېښودو ته اړ شول چې له دې ډلې ډېره برخه يې پاکستان ته کډوال شوي. افغان سندرغاړی بریالي صمدي چې له دغو سندرو غاړو یو دی، د امنیتي اندېښنو له امله له مرکه کولو ډډه کوي.

پاکستان کې د افغان هنرمندانو ستونزې

خو د پېښور په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مېشت افغان هنرمندان وايي، په دغه هېواد کې یې ژوند له سختو ستونزو سره مخ دی. په ننګرهار کې د هنرمندانو ټولنې پخوانی مشر رضوان منور وايي،

66578149 906
طالب وسله وال چې د موسیقۍ د آلو تر څنګ یوه دفتر کې لیدل کېږي

افغان سندرغاړي د اوسېدو قانوني اسنادو نه درلودو ترڅنګ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. منور  وايي: «تر دې دمه هیڅ نړیوال بنسټ په پاکستان کې له میشتو افغان هنرمندانو سره مرسته نه ده کړې.»

سعیدالله وفا، بل ځوان سندرغاړی دی چې اوسمهال‌ په پاکستان کې د کډوالۍ سختې شپې تېروي. نوموړی هم د افغان هنرمندانو سخت ژوند ځوروي او  وايي: «په دې هیواد کې د قانوني اسنادو د نه موجودیت او اقتصادي ستونزو ترڅنګ بله غټه ستونزه د اولادونو نامعلوم راتلونکې دی.»

ګل اغا بهسودي چې دمګړۍ د پاکستان د پنجاب ایالت په پېنډۍ کې استوګن دی، وايي، په شخصي ښوونځیو کې د اولادونو د داخلې توان نه‌ لري او د پاکستان په دولتي ښوونځیو کې یې د داخلیدو حق ستونزمن دی.

پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل وروسته، د غیر رسمي شمېرو له مخې لږ تر لږه شاخوا څلور سوه افغان هنرمندان د پاکستان ته کډوال شوي. دغه افغان هنرمندان وايي، په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او په خبره یې د هنرمندانو نامعلوم برخلیک او وضعیت د افغان موسیقۍ پر ودې سیوری غوړولی دی.

پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل وروسته، د غیر رسمي شمېرو له مخې لږ تر لږه شاخوا څلور سوه افغان هنرمندان د پاکستان ته کډوال شوي.پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل وروسته، د غیر رسمي شمېرو له مخې لږ تر لږه شاخوا څلور سوه افغان هنرمندان د پاکستان ته کډوال شوي.

پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل وروسته، د غیر رسمي شمېرو له مخې لږ تر لږه شاخوا څلور سوه افغان هنرمندان د پاکستان ته کډوال شوي.

افغان موسیقي له سقوط سره مخامخ ده

د ننګرهار د هنرمندانو د اتحادیې پخواني مسول رضوان منور، په دې هکله وویل: «پښتو موسیقي تقریبا له سقوط سره مخ ده. په وروستیو کې مخ په بره روانه وه خو اوس مخ په ځوړ روانه ده، ځکه د موسیقۍ د ودې له پاره کار نشته، په هیواد کې د هنرمندانو لپاره ځای نشته، هلته موسیقي حرامه بلل کیږي، هنرمند کافر بلل کیږي، نو هغه هیواد چې هلته د هنرمند او سندرغاړي لپاره ځای نه وي حتمي خبره ده چې هلته به موسیقي له سقوط سره مخ کیږي.»

نور ولولئ:  لس هغه افغان هنر مندان چې تاسو یې باید واورئ

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په افغان هنرمندانو اوسنی راغلی حالت غمیزه بللې ده. دغې شبکې، روان کال د غويي په ۴مه «له موسیقۍ لرې زړونه؛ د تبعید په لور د افغان موسیقي غږونکو تګ» په عنوان راپور کې د افغان هنرمندانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button