سیمه ییز خبرونه

پاکستان کې د ذکریا بلوچ ځان‌وژنه؛ نورو افغان مهاجرینو هم اندېښنه ښوولي

یاد هېواد کې د ذکریا بلوچ له ځان‌وژنې وروسته نورو افغان مهاجرینو هم اندېښنه څرګنده کړې ده

کله چې يوه افغان ځوان په اسلام اباد کې ځانوژنه وکړه، نو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې د کډوالو له نړيوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو پر دوسيو غور  وکړي.

ذکريا بلوچ هغه افغان ځوان و چې تېره اوونۍ يې په اسلام اباد کې د کډوالۍ دوسيې له اوږده انتظار وروسته په پړي ځان غرغره کړ. نوموړي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ نه د پناه او بهرنيو هېوادونو ته د بشردوستانه ويزې غوښتنه کړې وه.

نور ولولئ: دپېښور په کمپونو کې افغان مهاجرین خپل ژوندڅنګه تېروي؟

۲۷ کلن ذکريا بلوڅ په سياسي علومو او حقوقو کې لوړې زده کړې کړې وې، په جمهوري نظام کې يې د څارنوالۍ د مامور په توګه دنده ترسره کړې وه او د طالبانو له دویم ځل واک ته رسېدو سره پاکستان ته د بهرنيو هېوادونو په تکل کډوال شوی و.

د ویزو لپاره د افغانانو اوږد انتظار

په اسلام اباد کې د کډوالو شورا مرستياله ثريا صبير وايي چې د ویزې لپاره اوږد انتظار، نامعلوم برخليک او اقتصادي ستونزې او ناهيلي د ذکریا د ځانوژنې لاملونه دي.

اغلې صبير د دوشنبې په ورځ وویل: «دوه کاله کېدل چې ذکریا په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالوعالي کمیشنرۍ کې د پناه او د بهرنيو هېوادونو د ویزې لپاره دوسیه ثبت کړې وه خو ځواب يي نه و ترلاسه کړی».

د ځوانيمرګ ذکريا بلوچ د کورنۍ په وينا هغه د اسلام اباد په یو رستورانت کې دنده ترسره کوله خو څه موده وړاندې يې دنده پریښې وه. هغه په افغانستان کې څارنوال و چې وروسته بیا له بهرنیو ځواکونو سره يي د ژباړن په توګه دنده ومونده.

نور ولولئ: یوه افغان مهاجر د سه شنبې ورځ په اندونیزیا کې خپل ځان ته اور اچولی

د هغه د کورنۍ په وينا کابل ته د ذکريا د مړي په انتقال کې هېچا مرسته ونکړه، يوازې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ استازی د غمرازۍ لپاره ورغلی و.

یاد کډوال د پاکستاني پولیسو سر ټکوي

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا په دغه مطبوعاتي ناسته کې په پاکستان کې د پاکستاني پولیسو له ناسم چلند نه هم سر وټکاوه او ويې ويل چې ډېر ځله يې افغان کډوال د قانوني اسنادو له درلودلو سره هم ځورولي او بندیان کړي دي.

ثريا صبير وايي: « د کډوالو دوسيو ته د اړونده هېوادونو نه پاملرنه د دې لامل شوې چې په پاکستان کې افغان کډوال د قانوني اسنادو له شتون سره ځورول کېږي او له دې سربېره د اقتصادي، ټولنيزو، رواني او روغتيايي ستونزو سره لاس و ګرېوان دي».

د شورا مرستيالې له ملګرو ملتونو، بشري حقونو نړيوالو ادارو او د کډوالۍ له سازمانونو وغوښتل چې د نویو کډوالو برخلیک معلوم کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button