سیمه ییز خبرونه

پاکستان کې د ټاکنو پایلې؛ هېڅ ګوند د قومي اسمبلۍ غوڅ اکثریت څوکۍ نه دي کټلي

په پاکستان کې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې، خو په قومي اسمبلۍ کې چا غوڅ اکثریت نه دي ګټلي

په پاکستان کې دا ځل د ټاکنو پایلې په ځنډ سره اعلان شوې چې د سیاسي ګوندونو له کلکو نیوکو او شکونو سره مخامخ دي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېسون د بشپړو پایلې په اعلانولو سره د قامي اسمبلۍ د ۲۶۴ څوکیو برخلیک ټاکلی دی.

د دغو پایلو پر بنسټ، خپلواکو نوماندانو ۱۰۱ څوکۍ ګټلې دي، چې ۹۳ یې د عمران خان متحدین دي.

حکومت به کوم ګوند جوړوي؟

تر اوسه څرګنده نه ده چې کوم ګوند به راتلونکی حکومت جوړوي.

وروستۍ پایلې د پنجشنبې په ورځ د ټاکنو کې د رایې ورکولو له پای ته رسیدو ۶۰ ساعته وروسته خپرې شوې.

دغه ځنډ په پاکستان کې له پراخو نیوکو سره مخ شو.

pak election2
نواز شریف، شهباز شریف او د هغه لور مریم نواز

د مسلم لیګ نواز شریف په قومي اسمبلۍ کې ۷۵ څوکۍ ګټلې دي. نواز شریف اعلان وکړ چې ګوند یې له نورو ګوندونو او ډلو سره د ایتلافي حکومت د جوړولو په اړه خبرې کوي. ځکه هیڅ ګوند نه دی توانیدلی چې په قومي اسمبلۍ کې غوڅ اکثریت وګټي.

نور ولولئ: په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو ډېرېدل؛ اسلام اباد له طالبانو غوښتي چې ترهګر وځپي

نور ولولئ: نن پاکستان کې پارلماني ټاکنې کېږي

نور ولولئ: پاکستان کې د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې؛ عمران خان تر نورو مخکې دی

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو چې درېیمې درجه زیاتې رایې یې ترلاسه کړې، ویلي دي چې د ده د ګوند استازي د عمران خان له تحریک انصاف ګوند یا د نواز شریف له مسلم لیګ ګوند سره د حکومت د جوړولو پر سر کومې رسمي خبرې نه دي کړي.

د تحریک انصاف ګوند ګواښ

د عمران خان تحریک انصاف ګوند ګواښ کړی و، چې که په یوه شپه کې د رایو شمېرنه اعلان نه شي، د یکشنبې په ورځ به په ټول هېواد کې د ټاکنو کمېسیون د دفترونو مخې ته سوله ییز لاریونونه وکړي. تېره شپه په ځینو ښارونو کې وړې مظاهرې وشوې.

pak election1

د پاکستان موقت حکومت وايي، د رايې اچونې په ورځ د انټرنېټ او موبايل خدمتونو د بندېدو له امله د پايلو د اعلان بهير ځنډېدلی دی.

د انټرنېټ او موبايل خدمتونو بندېدل، چې د موقت حکومت د کورنيو چارو وزارت په وينا امنيتي لاملونه يې لرل، په دې وروستيو ورځو کې د بشري حقونو د سازمانونو او د امريکا متحدو ايالتونو له خوا په پراخه کچه نيوکې شوې دي.

د یادونې ده چې د ټاکنو د پیل په لومړی ورځ د پاکستان ۱۴ پوځیان په وسله والو بریدونو کې وژل شوي و.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button